1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان جګړې په تړاؤ د پاکستاني عالمانو دریځ

۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبه

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر وايي، یو شمېر سترو پاکستاني دیني عالمانو هم افغان جګړه ناروا بللې.دغه کوم عالمان دي؟

https://p.dw.com/p/3vDRi
Pakistan Maulana Tahir Ashrafi
د افغان چارواکو په وينا طاهر اشرفي به هم د مکې په کانفرانس کي ګډون وکړيانځور: privat

شاوخوا لس ورځې وړاندې د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو په کنفرانس کې پر افغان جګړه هراړخیز بحث شوی.
 

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون ۱۹مه) په کابل کې خبریالانو ته د هغو پاکستاني دیني عالمانو نومونه واخېستل چې افغان جګړه ناروا بولي. هغه زیاته کړه: «د مکې په کنفرانس کې د طاهر اشرفي او حامد الحق حقاني په څېر سترو پاکستاني علماوو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.»
 

طاهر اشرفي د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر دی، چې کلونه وړاندې یې په افغانستان او کشمېر کې ځانمرګي برېدونه روا بلل او حامد الحق د جمعیت علمای اسلام د پخواني مشر سمیع الحق زوی دی چې اوس په حقانیه مدرسه کې د خپل پلار ځای ناستی دی.
 

مولانا سمیع الحق شاوخوا درې کاله وړاندې په راولپنډۍ کې په یوه برید کې ووژل شو.
 

د هغه زوی حامد الحق څه مودې وړاندې له افغان حکومت غوښتي ول چې طالبانو ته تسلیم شي، چې دده دغه څرګندونې په کابل کې له کلکو غبرګونونه سره مخ شوې.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر وویل، چې د پاکستاني عالمانو ترڅنګ، د اسلامي فقې مجمع او رابطه عالم اسلامي علماوو، د مکې امام او په یاد بنسټ پورې اړوند ټولو هېوادونو مکې کنفرانس کې په یوه غږ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړه. ښاغلی حلیمي وايي: «دغه ټول نهادونه په دې نظر دي چې د افغانستان جګړه باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسیږي.»
 

هاخوا د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا پر افغان دیني عالمانو غږ وکړ چې ټول دې ددې شورا ترڅنګ ودریږي او دولت ته دې په هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره ګټورې مشورې ورکړي.
 

د شورا ځای ناستې رییس مولوي سردار ځدران په دې تړاؤ وویل: «د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دروازه د افغانستان د ټولو علماوو پر مخ خلاصه ده او یاده شورا د علماوو د بسیج کولو لپاره، کار کوي.»
 

خو منتقدین وايي، په دې وروستیو کې په نړېواله کچه دیني او اسلامي بنسټونو د افغان جګړې په تړاؤ ګټور دریځونه اعلان کړي، خو حکومت ترې اغېزمنه ګټه نه ده پورته کړې.

سیاسي شنونکي میثم صحرا دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې د هېواد په کچه د دیني مدرسو او مسجدونو ترمنځ یوه لازمه همغږي او یووالی رامنځته کړي. «د بیت الله ملا امام د افغان جګړې په خلاف فتوا ورکړه، چې حکومت باید دغه فتوا د افغانستان لرې پرتو سیمو او کلیوالي سیمو ته رسولې وای، دا اوس زمونږ په کلیو او ولسوالیو کې جګړه ده حکومت په دې لابي کې ناکام دی.»
 

ښاغلی صحر زیاتوي چې حکومت کولای شي د نړۍ په کچه د دیني عالمانو د دریځونو او فتواوو په مټ له طالبانو د خلکو د ملاتړ لاس لنډ کړي، خو تراوسه په دې چاره کې پاتې راغلی.
 

سره له دې چې طالبانو په مشخصه توګه په مکه مکرمه کې د جګړې په تړاؤ د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو وروستي دریځ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې یې د طالبانو د جګړې په خلاف د دیني عالمانو فتواوې رد کړي دي.
 

د طالبانو پروینا جګړه یې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ده چې څوک یې پروړاندې د فتوا ورکولو حق نه لري.

اسماعیل شاکر – کابل