«د افغان امنيتي ځواک تلفات به جبران نه سي»
۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سهشنبهجنرال جوزيف دانفورد، د انگلستان له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي مخکي تر هغه چي افغان امنيتي ځواک د هيواد ټولي امنيتي چار پرغاړه واخلي پنځه کاله نور هم د نړيوالو ملاتړ ته اړتيا لري.
هغه وويل: «زه او دغه راز نور قومندانان دې موضوع ته چي د افغان ځواک تلفات په اوونۍ کي نزدې ۱۰۰ تنو ته رسيږي ډير جدي پام اړوو.» هغه زياته کړې ده: «زه فکر نه کوم چي دغه تلفات دي جبران سي.»
جنرال دانفورد وويل: «وخت به دا وښيي» چي آيا ناتو په جون مياشت کي له جنگي رول څخه د «افغان امنيتي ځواک د روزني او مرسته کوني» رول ته د ورگرځېدو له پاره پر حق وه. هغه زياته کړه :«زه فکر نه کوم چي دغه مطلب به سړی نن ووايي.»
که څه هم چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي به د ناټو ځواکونه د افغان امنيتي ځواک د روزني او مرسته کولو چاري پرغاړه واخلي د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، ژمنه کړې ده چي د ياد کال تر پايه پوري به افغان امنيتي ځواک د ټول هيواد امنيتي چاري پر خپله پرغاړه واخلي.
دانفورد ادعا کړې ده چي کېدای سي د ناټو دغو سرتيرو ته تر ۲۰۱۸ کاله پوري اړتيا وي. هغه څرگنده کړه «زه په واقعي توگه آن تر پنځو کلونو پوري د افغان امنيتي ځواک پراختيا ته نظر لرم.»
په افغانستان کي د ناټو جنرال له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي زياته کړې ده: «زه اصلاً غواړم چي افغان امنيتي ځواک هغه معيارونه پوره کړي چي نور د بل چا و ملاتړ ته اړتيا ونه لري».
سږ کال د پوليسو تلفات دوه برابره سوي دي
وروسته له هغه چي افغان امنيتي ځواکونو د هيواد د ډيري سيمي امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړې ده، د ناکافي تجهيزاتو او نه تجريبې له کبله له طالبانو سره په جگړه کي د هغوی تلفات دوه برابره سوي دي. افغان امنيتي ځواک اوس هم د نړيوالو پر هوايي ځواک تکيه کوي.
افغان حکومت د دې له پاره چي د امنیتي ځواک جنگي روحيه کمزورې نه سي د خپلو ځواکونو د مرگ ژوبلو شمېر دقيق نه روښانه کوي.
خو د افغانستان د کورنيو چارو نوي سرپرست وزير عمر داود زي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲) په وينا کي افشا کړل چي د روان کال د مارچ مياشتي راهيسي ۱۷۹۲ تنه افغان پوليس وژل سوي دي.
په نړيواله کچه دا د پوليسو تر ټولو ستره مرگ ژوبله ده. د پوليسو د مرگ ژوبلي دغه شمېرې اوس هغه اندېښنې او پوښتنې بيا تازه کوي چي افغان امنيتي ځواک به څرنگه وکولای سي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه ووځي د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.
د کورنيو چازو سرپرست وزير وويل :«په تيرو شپږو مياشتو کي ۱۷۹۲ تنه پوليس وژل سوي دي او نزدې ۲۷۰۰ تنه ټپيان سوي دي.»