1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانې شاعرې حميرا نکهت دستګيرزاده هنري ميراث څه دی؟

۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه

د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې يې د مينې په هکله شعرونه ليکل. افغانه شاعره حميرا نکهت دستګيرزاده د جمعې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ وکوچېده. دغه شاعره د جنس او مليت له پولو واوښته او د مينې پيغام يې پرېښود.

https://p.dw.com/p/3i2Nh
Afghanistan Schriftstellerin Dastagirzada
انځور: DW

ډاکتره حميرا نکهت دستګيرزاده د ۱۳۳۹ لمريز کال د ثور په ۲۶مه په کابل کې دنيا ته راغله. هغې د ۱۹۹۹ ميلادي کال راهيسې له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره يو ځای په هالنډ‌ کې ژوند کاوه. د خپلې کورنۍ په فضا کې يعنې له خپلې مور او پلار څخه يې د شعر او ادبياتو په برخه کې ډېر څه زده کړل. مېرمن دستګيرزاده په کابل، ګرديز او هرات کې ښوونځی ولوست او د کابل له زرغونې ليسې څخه فارغه شوه.

په ۱۳۶۱ لمريز کال کې يې د کابل د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د ديپلوماسۍ په رشته کې ليسانس تر لاسه کړ. وروسته يې خپل د دوکتورا تيزس »د فارسي د شعر ژانرونه له پيله تر ننه« تر عنوان لاندې د پوفيسر نيکولا ګيورګي يف تر نظر لاندې د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې وليکه.

حميرا نکهت دستګيرزارده د څو کلونو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه، يعنې هغه مرض چې زخمونه يې د دغې شاعرې په شعرونو کې هم کله نا کله ښکاري:

د هالنډۍ وينې په نوم د يو شعر پښتو ژباړه يې داسې ده:

آه هالنډي

… ښځې يا نر

يا همجنس خوښونکيه چې په ځان اعتماد لرې!

زما رګ دې له وينو ډک کړ

زما زړه له غمه خالي کړه

آه نه دې وي چې د دريمې نړۍ د کوم چا وينه

چې د وېرې، مرګ او کډوالۍ ويروس پکې وي

دې ما ته راکړې وي!

(حميرا نکهت دستګيرزاده، آپريل ۲۰۲۰)

له حميرا نکهت دستګيرزاده څخه د فارسي ژبې او ادبياتو په برخه کې ډېرې ليکنې او د شعرونو ځينې مجموعې هم پاتې دي چې د نړۍ په بېلو برخو کې خپرې شوې دي.

ن.ص./ا.ا.