د افغانستان څخه وتلي امریکايي عسکر قرانطین سول
۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبهدغه ۳۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کي تر نهه میاشتني ماموریت وروسته د امريکا متحده ايالاتو شمالي کارولاین ته ستانه سوي دي. دا د امریکايي عسکرو تر ټولو لوی گروپ دی، چي د کرونا ویروس تر شیوع وروسته خپل هیواد ته تللي دي.
په نظر کي دي، چي دغه عسکر د دوو اونیو لپاره په قرانطین کي پاته سي. که څه هم تر اوسه پوري د هغوی یو تن هم په کرونا ویروس (کووید ۱۹) باندي نه دی اخته سوی، خو امریکايي نظامي چارواکو ویلي دي، چي دا یو محتاطانه اقدام دی.
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت، پنتاگون اعلان کړی دی، چي تر پرون شنبه ورځي (د مارچ میاشتي ۱۴مه) پوري د کلفورنیا په ایالت کي د بحري قواوو میرامار ښار کي لس تنه پرسونل په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي. په اوس وخت کي دغه قواوي په جلا ډول سره ساتل کیږي او تر صحي پالني لاندي دي.
د میرامار قرارگاه اعلان کړی دی، کوښښ کوي دا معلومه کړي، چي په کرونا اخته کسانو د چا سره تماس نیولی دی.