1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی

امید دیدار
۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

طالبانو د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د پيل خبر ورکړی دی. ویل شوي دي چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4i0Gv
افغانستان او پاکستان لا هم په بشپړ ډول له پولیو نه دی پاک شوی
افغانستان او پاکستان لا هم په بشپړ ډول له پولیو نه دی پاک شویانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

پهافغانستان کې د طالبانو ادارې د روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې نن دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د (چنګاښ میاشتې) پر ۱۸ نېټه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر دویچه ویله ته په استولي کلیپ کې ویلي دي، چې په دغه څلور ورځیني کمپاین کې به نیږدې اته میلیونه هغو مشاشومانو ته چې پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.

په دې اړه: افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین په لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، دایکندي، بغلان، کندوز، تخار، هلمند، کندهار، نیمروز، روزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې پیل شوی دی.

افغانستان او پاکستان لا هم په بشپړ ډول له پولیو نه دی پاک شوی
افغانستان او پاکستان لا هم په بشپړ ډول له پولیو نه دی پاک شویانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د دغې وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر زیاته کړه، چې روان لمریز کال پهافغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په خبره يې، په ځینو سیمو کې مثبتي بېلګې ثبت شوي او د ناروغۍ د مخنیوي له پاره یې وزارت لاس پکار شوی دی.

تر دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي ول، چې د ۲۰۲۴ کال له پیله بیا د جون میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې په ټول افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

اړوند مطلب: پاکستان: د واکسیناتورانو د ټیم شپږ ساتونکي وژل شوي

دغه سازمان په یوه رپوټ کې دا هم زیاته کړې ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل هم د پولیو پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخ کوي. د ماشومانو فلج یا پولیو هغه خپرېدونکې یا ساري ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو کې پیداکېږي او د دایمي فلج کېدو لامل ګرځي. افغانستان يو له څو هغو محدودو هيوادونو څخه دی، چې لا هم د پولیو له ویروس څخه په بشپړ ډول پاک شوی نه دی.

د رپوټونو له مخې، کلتوري او ټولنیزې ستونزې، افراطیت او د ځینو وسله والو ډلو شتون په افغانستان او ګاونډيپاکستان کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې خنډونه دي، چې له امله یې ځيني کورنۍ خپلو ماشومانو ته دغه واکسین نه تزریقوي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل