1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د افغانستان په پروني برید کې تلفات را ټیټ شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبه

افغان چارواکو د کابل په غربي سیمه کې پروت پر یوه روزنیز مرکز باندې د چهارشنبې د برید تلفات له سره بیا ارزولي او وايي چې په دې برید کې ۴۸ نه بلکې ۳۴ کسان وژل شوي دي. د بريد په ورځ چارواکو د ۴۸ وژل شوو کسانو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/33EqU
Afghanistan Explosion in Schiitenviertel in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۶مه نېټه) وویل چې د کابل د دشت برچي په سیمه کې پر روزنیز مرکز د ځانمرګي برید په پایله کې شاوخوا ۵۶ تنه نور ټپیان دي.

د مجروح په وینا ځانمرګي بریدګر د کابل په غربي اکثریت شعیه میشته سیمه کې د کانکور د آزموینې یو روزنیز مرکز په نښخه کړی وو. د بريد په ورځ چارواکو د ۴۸ وژل شوو کسانو خبر ورکړی وو. 

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو اسلام دولت ډلې یا داعش په تیرو وختونو کې هم پر شعیه اهدافو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

تر برید وروسته د کابل ښار په روغتونونو کې د ډیر شمیر ټپیانو له کبله بیړنی حالت وو چې له امله یې چارواکو د تلفاتو په هکله ناسم معلومات وړاندې کړي وو. د دغه برید د وژل شوو کسانو د جنازې مراسم نن د پنجشنبې په ورځ په پام کې نیول شوي دي.