د افغانستان په پارلمان کي د فساد پرضد مظاهره
۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبهدغه لاریون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) د سمون او بدلون له پاره د ځوان فعالینو د شبکې له خوا د ولسې جرګې د دروازې مخې ته احتجاج وکړ.
لاریون کوونکو په خپلو لارسونو کې د«ملت کور د معاملې ځای نه دی» « زموږ رای مه پلورﺉ» او« پارلمان د معاملې ځای نه دی» شعارونه درلودل.
په پارلمان کې د فساد پر ضد اعتراضونو هغه وخت زور واخيست، چې د ولسي جرګې استازې په دې ونه توانیدل چې د کابینې له یو شمیر وزیرانو څخه د اعتماد رای واخلي. د ولسي جرګي یو شمیر استازو ادعا کړي چې وزیرانو د پارلمان یو شمیر غړو ته پيسې ورکړي دي.
د دغو احتجاج کوونکو څخه يو تن رفیع هروي وویل: د افغانستان د خلکو هیلي په پارلمان پوري تړلي دي چې دوی به د ادارې فساد پر ضد مبارزه کوې، خو اوس فساد، د ولس کور ته لاره موندلې ده چې دا ډیر د افسوس خبره ده:
«هغه وزیران چې پارلمان ته رابلل کیږي، د ولسي جرګې استازو ته یوه عایداتي منبع ګرځيدلې ده. مخکي له دې چې دوی استیضاح شي د پردې تر شاه معامله کیږي او بډې اخيستل کیږي. ځوانان غواړې چې دغه استازي باید افشا شي.»
په عین وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر استازو هم غوښتنه وکړه چې د پارلمان د هغو استازو نومونه باید بربنډ شې چې له وزیرانو څخه يې رشتوت اخيستی دی. دوی پر دې خبره ټینګار کاوه چې د ولسي جرګې ټول غړي په فساد کې ښکیل نه دي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي سید حسین انورې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل د هغو۸۰ تنو استازو نومونه باید مشخص شې چې په بډو اخيستلو تورن دي، خو تر اوسه پوري د ولسي جرګي د دغو استازو نومونه نه دي روښانه شوي.
انوري زیاته کړه .«موږ په رسنيو کي ځپل کیږو، د سنا مجلس موږ ځپي، ترڅو چې دا قضیه نه وې حل شوې، هيڅ دلیل نه شته چې موږ دي غونډه ولرو.»
د افغانستان ولسي جرګې د وري په میاشت کې ۱۱ تنه وزیران د ۱۳۹۰ کال د پرمختیايي بودیجې د نه مصرفولو په برخه کې استیضاح کړل، خو ټولو وزیرانو یووار بیا له پارلمان څخه د اعتماد رايي ترلاسه کړې.
روشن محسني چې د سمون او بدلون له پاره د ځوان فعالینو د شبکې غړې ده وايي چې پارلمان د قانون جوړوني ځای دی او خلک توقع لري چې دغه بنسټ به د حکومت د چارو څارنه کوي:
«زموږ د لاریونونو موخه دا ده چې نور نو وکیلان د ولس شتمني ونه لوټي او د فساد او بډو اخيستلو څخه ډډه وکړي، نور دي نو زموږ پر رایو معامله نه کوي.»