په شمال کې د چورلکې د لویدو له کبله درې کسان وژل شوي
۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبهد افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د پیښې په تړاو وویل چې د چورلکې د لویدو له کبله د یوه بل بهرني پیلوټ په ګډون درې تنه نور هم ټپیان شوي دي. هغه وویل چې MI-14 ډوله چورلکه تر پرواز څو شیبې وروسته د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې لویدلې ده. رضايي د الوتکې د لویدو دلیل تخنیکي ستونزه یاده کړې. نوموړي وویل چې تر لویدو وروسته الوتکې اور اخیستی دی او د دې پخلی هم کوي چې پر الوتکې دښمن ډزې نه دي کړي.
په عین حال کې په چورلکه کې سپاره اوه تنه نور کسان تر پیښې وروسته ژغورل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ښاغلي رضايي بیا د چورلکې د دوو بهرنیو پیلوټانو د هویت په هکله معلومات وړاندې نه کړل.
۲۰۹ شاهین قول اردو د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې پرته ده او د هیواد د ۹ شمالي ولایتونو امنیتي مسوولیت لري. سربیره پر دې، په بلخ ولایت کې د ناټو ځواکونو یو ستر کمپ هم موقعیت لري چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او سلامشورې په برخه کې مرسته کوي.