1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د افغانستان په شمال کې ترافیکي پیښې پنځه تنه وژلي

۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبه

د شنبې په ورځ د تخار ولایت ځايي چارواکو وویل چې د مسافرو د لیږد د یوه موټر د ټکر په پایله کې پنځه تنه وژل شوي دي. په دې پیښه کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/3SMmZ
Afghanische Auswanderer suchen Arbeit in der Türkei
انځور: Reuters/U. Bektas

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۲مه نیټه) د تخار ولایت ځايي چارواکو وویل چې په دې ولایت کې د مسافرو د انتقال د یوه موټر د ټکر په پایله کې پنځه تنه وژل شوي. د دغه ولایت د ولایت شوار د غړي یعقوب نظري د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې ټکر کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره د سپرلیو د انتقال دغه موټر له بدخشان ولایت څخه د کابل په لوري د حرکت په حال کې چې د تخار ولایت په مربوطاتو کې یې ټکر کړی دی. دغه چارواکي وايي چې پيښه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د ولایتي شورا غړي نظري او د یادې شورا بل غړي مولوي کرامت الله وویل چې د موټر چلوونکی پر یوه خام سړک باندې په ډیر سرعت سره موټر ځغلولی دی چې له امله یې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده.

په افغانستان کې د سترو موټر چلوونکو بې غوري، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو ښه نه ساتل د دې سبب کیږي چې په کلني ډول سلګونه افغانان په دغه راز پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

DPA/AKH/AWA