1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي ستونزو له امله ځينې خصوصي راډيوګانې تړل شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې ځینو خصوصي رسنيو د مالي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي اوسمهال په هيواد کې له ۳ زرو ډيرې رسنۍ فعالې دي او لا هم نوې رسنۍ تاسيسيږي.

https://p.dw.com/p/3HvOv
Universiät Kabul Radio- und TV-Studio
انځور: DW/A. Behrad

په داسې حال کې چې تر شل کاله مخکې پورې په افغانستان کې ايله يوې راډيو يا تلويزيون فعالیت کاوه، خو اوس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې اوسمهال په افغانستان کې د ۳۱۰۰ په شاوخوا کې تصويري، غږيزې، چاپي او بريښنايي رسنۍ فعالې دي چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ثبت دي.

خو ستونزه بيا هم د امنيت په برخه کې ده. افغانستان د امنيتي لحاظه د رسنيو له پاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هيواد ګڼل کيږي. تيرکال په کابل کې يوازې په يوه ورځ (د غويي لسمه) ۹ افغان خبريالان په دوو چاودنو کې ووژل شول.

 د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم رسنۍ او خبريالان وخت ناوخت له ګواښونو او امنيتي ستونزو سره مخ شوي دي.

د روان ميلادي کال د فبرورۍ مياشتې په لومړيو، د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار کې د همصدا راډيو دوه کارکونکي د دغې راډیو په دفتر کې د وسلوالو کسانو له خوا په ډزو ووژل شول. د دغې راډيو مشره سیمين حسيني وايي يادې پيښې نه يوازې د دوي په رسنۍ، بلکې په تالقانو ښار کې پر نورو فعالو رسنيو هم بد اغیز لرلی دی. هغې په دې اړه وويل: «مخکې به مو د شپې تر لسو، يولسو بجو خپرونې درلودې، خو اوس مو کارکونکي له ماښام وروسته په دفتر کې له پاتې کيدو ويره لري.»

په شمال ختيځ زون کې د خصوصي رسنيو مشران تر امنيت وروسته بله لويه ستونزه د مالي امکاناتو نه شتون په ګوته کوي.

Universiät Kabul Radio- und TV-Studio
تر امنيت وروسته بله لويه ستونزه د مالي امکاناتو نه شتون دیانځور: DW/A. Behrad

د همصدا راډيو مشره زياتوي: « که چيرته موږ ښه عوايد درلودلای نو موږ به کولای شوی چې د خپل دفتر له پاره ساتونکی وګمارو او وسلوال دفتر ته نه شوای دننه کیدلی.»

په همدا نژدې تيرو ورځو کې د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد ښار کې د «بازګل» په نامه يوې سيميزې راډيو او په کندز کې د بدلون راډیو خپل نشرات درولي دي. د دغو رسنيو مسئولان د دې کار ستر لامل، مالي ستونزې ښيي.

د بازګل راډیو مشره ذکيه زهادت دویچه وله ته وويل: «د بدخشان رسنۍ په ټوله کې ښه مالي وضعيت نه لري. داسې پيسه ورکوونکی يا ښه دونر چې ملاتړ يې وکړي نه شته. بهرنۍ موسسې يا هم دولتي او غير دولتي بنسټونه چې له رسنيو ملاتړ وکړي اصلا شتون نه لري.»

ميرمن زهادت زياتوي چې بازګل راډیو، شاوخوا ۷ کاله په فیض آباد ښار کې فعاليت درلود او په غیرفعاله کيدو سره يې کارکونکي په کور ناست دي. ميرمن زهادت د بدخشان ولايت د فرهنګي فعالانو له قوله وويل چې په دغه ولايت کې ۲۲ اونيزو هم خپل فعاليتونه درولي دي.

په کندز کې د بدلون راډيو چې تازه يې نشرات درولي، د امتياز خاوند يې نظيف الله نظيف، وايي له مالي ملاتړ پرته د يوې خصوصي رسنۍ چلول له امکانه لرې ده: «زه که د خپلې رسنۍ په اړه ووايم، ما د دغې رسنۍ ډیری مصارف له خپل جيبه ورکول.»

د خصوصي رسنيو يو شمير مسئولان وايي چې د دوی يوازينۍ عايداتي سرچينې تجارتي اعلانونه او يا هم د ځينو لويو رسنيو د پروګرامونونو خپرول دي. خو دغه امکانات د بدخشان او تخار په څیر ولايتونو کې چې له سوداګريز اړخه په مناسب وضعيت او موقعيت کې قرار نه لري ډير محدود دي. دوی زياتوی ډیری وخت نه شي کولای حتی د خپلو کارمندانو تنخواوې او د دفتر مصارف پوره کړي.

په بلخ ولايت کې د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نی، سيميزې مشرې مبينه ساعي هم دغه ستونزې مني. هغه وايي د ۲۰۰۱م کال راوروسته چې هغه مهال په مختلفو برخو کې نړيوال مرستندويان او دونران موجود ول د رسنيو کار ډير ښه پر مخ روان وو. دغه وضعيت يو شمير خلک دې ته تشويق کړل چې رسنۍ تاسيس کړي، خو له ۲۰۱۴م کال راوروسته دغه وضعيت بيرته په شا روان دی.

Afghanistan Fotograf SHAH MARAI | Schusswechsel
افغانستان رسنيو له پاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هيواد ګڼل کيږيانځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

ميرمن ساعي وايي لس کاله مخکې دوي په بلخ کې د ۸۰ چاپي رسنيو نوملړ درلود چې شاوخوا شپاړس يې فعاله وي، اما اوس د هغاو له ډلې څخه درې يا څلور فعاليت لري. همدا ډول د پنځو او شپږو تر منځ تصويري او صوتي رسنۍ هم غير فعال شوي دي، چې علت يې د بوديجې نشتون دی.

هغې په دې اړه چې آیا د دوی اداره يا د رسنيو د ملاتړ نور بنسټونه د رسنيو د غيرفعاله کيدو د مخنيوي په برخه کې څه مرسته کولای شي که نه، وويل: «ملاتړ کونکي بنسټونه په هيڅ صورت مالي امکانات نه لري چې له رسنيو سره مرسته وکړي. هيڅ ملاتړ کونکی د رسنيو په اختيار کې پیسې يا بوديجه نه ورکوي چې هغه رسنۍ ورباندې خپل مشکل حل کړي. خو د رسنيو د غيرفعاله کيدو د مخنيوي او ستونزو د حل په موخه يې تل خپل غږ پورته کړی.»

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت وياند محمد صابر مومند هم د يو شمير رسنیو غيرفعاله کيدل مني. دی وايي: «په تير ۱۳۹۷م کال کې د ۱۴ يا ۱۵ رسنيو د امتياز خاوندانو موږ ته مراجعه کړې او خپل د فعاليت جوازونه يې ملغا کړي دي، خو غواړم دا يادونه هم وکړم چې ۱۱۲ رسنيو په تيرکال کې نوي جوازونه هم ترلاسه کړي دي.»

مومند وايي د يوې رسنۍ غيرفعاله کيدل تر ډيره بريده د ناسم مديريت او پلان له وجې کيږي. هغه په دې باور دی چې يوه رسنۍ بايد د خپل پرمختک له پاره لږ ترلږه يو پنځه کلن پلان او د هغه د تطبيق له پاره د مالي سرچينو له اړخه ځان ډاډمن کړي او بيا رسنۍ تاسيس کړي.  

مومند وويل که چيرته حکومت له رسنيو سره مالي مرسته وکړي نو دا به د يوې رسنۍ خپلواکي او د بيان ازادۍ تر سئوال لاندې راولي، خو ولسمشر دا لاس نيوی کړی چې د رسنيو ټولې پخوانۍ مالياتي جريمې ورته معاف او د تيرو کلونو پاتې ماليو له پاره يې هم داسې امکانات برابر کړل چې هغه په قسط وار ډول د ماليې وزارت ته تحويل کړي. 

په ۲۰۰۱م کال د طالبانو رژيم تر پرځيدو وروسته په افغانستان کې مطبوعاتو ډیره وده وکړه. په دغې موده کې په لسونه تصويري او غږيزو رسنيو يعنې خصوصي تلويزيونو او راډيو ګانو او ګڼ شمير چاپي رسنيو هم فعالیت پیل وکړ.

م ک ص/ ن ص