1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي ولايتونو کې د انتخاباتو بهير څه ډول روان دی؟

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

د افغانستان په شمال کې افغان چارواکي د نورماله انتخاباتو د پیل خبرې کوي، خو په دغه بهير کې د يو لړ تخنيکي او امنيتي ستونزو شتون هم مني. د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان کړی چې د رای ورکونې وخت دوه ساعته نور هم زيات شوی دی. 

https://p.dw.com/p/3QOhs
Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

د فارياب د ولايت مقام وياند جاويد بيدار دويچه وله ته وويل چې نن سهار په ټاکلي وخت د انتخاباتو بهير په دغه ولايت کې پيل شو او په ښه توګه مخته روان دی. بيدار په دغې پروسه کې د خلکو ګډون په ځانګړې توګه د ښځو ونډه ښه وښوده. هغه وويل:«تر اوسه خو انتخابات ښه دي، خلک مرکزونو ته ځي او خپلې رايې ورکوي.»

هغه يوازينۍ جدي ستونزه په بايومتريک سيستم کې د ځينو رای ورکونکو ستونزه وښوده چې په وينا يې: «د دغو کسانو سريال نمبر راوځي، خو کله چې د بايومتريک دستګاه ته ورشي او هلته خپله ګوته لګوی ماشين يې نه مني.» بيدار زياته کړه چې دغه ستونزه له مرکز سره شريکه شوې خو لا تر اوسه په خپل حال پاتې ده. هغه دا هم وويل د غورماچ ولسوالۍ چې د طالبانو په ولکه کې ده انتخابات نه ترسره کيږي او له نورو ولسواليو سره د مخابراتي شبکو د خرابولي له امله ارتباط نه لري.

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني هم دغه ستونزې مني، خو هغه وايي چې د پخوانيو انتخاباتو په پرتله په دغو انتخاباتو کې د خلکو ګډون کمرنګه دی. رحماني دغه راز په ولسواليو کې په انتخاباتو کې د تقلب خبرې هم وکړې: «په ټولو څوارلسو ولسواليو کې په پراخه کچه تقلب شوی دی. دواړو انتخاباتي ټيمونو، هم د داکتر عبدالله او هم د اشرف غني ټيمونو په دې اړه خپل شکايتونه ثبت کړي.»

بلخ

د بلخ ولايت چې په وروستيو کې امنيتي وضعيت دومره ښه نه ښودل کیږي، خو نن په کې انتخابات په ډاډمنه فضا کې پيل شوي دي. په مزارشريف ښار کې د بلخ د ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس دويچه وله سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د انتخاباتو بهير ښه وښود. خو احساس وویل چې په نني انتخاباتو کې د خلکو ګډون هومره چې په تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله يو څه کمرنګه دی. هغه د امنيت په اړه وويل: «په ټولو ولسوالیو کې تر اوسه د ناامنيو هيڅ پيښه نه لرو.» احساس وويل د خلکو ويره د امنيت له اړخه وه، خو کيدای شي وروسته د رای اچونکو ګډون زيات شي. 

Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي چې د رای اچونې وخت يې دوه ساعته زيات کړی دیانځور: AFP/Getty Images/H. Hashimi

کندز 

په کندز کې بيا برخلاف نن هم د ډزو غږونه اوريدل شوي دي. په کندز ښار کې ليکوال او د مدني ټولنې فعال رحمت الله همنوا دويچه وله ته وويل: «په کندز  کې د رای اچولو بهير چې بايد په خپل ټاکلي وخت د سهار په ۷ بجو پيل شوی وی، د ځينو امنيتي ستونزو له کبله شاوخوا اته نيمې بجې پيل شو.» همنوا وويل چې طالبانو له انتخاباتو درې ورځې مخکې خلکو ته په انتخاباتو کې د نه ګډون کولو ګواښ کړی وو. هغه وویل دغو ګواښونو او دا چې نن يې پر ښار ډزې وکړې خلک ويرولي. د نوموړي په وينا له همدې امله خلک ويريږي او يو شمير يې له خپلو کورنو نه راوځي. هغه د چارواکو له قوله دا هم وويل چې په کندز ښار کې يو کس چې غوښته يې يو ماين انتقال کړي، خپله پر ده چاودلی او وژلی يې دی.

بدخشان

د بدخشان ولايتي شورا وايي چې په دغه ولايت کې د رای اچونې بهير په خپل ټاکلي وخت سهار ۷ بجې پيل شو. د دغې شورا غړي عبدالله ناجي نظري دويچه وله ته وويل: «امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډير ښه دی، خو د رای اچونې په مرکزنو کې د ځينو راي ورکونکو نومونه په بايومتريک سيستم کې نه راوځي چې دغه کار خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.» د نظري په وينا تر دغې ستونزې وروسته مرکزي کمیسيون سپارښتنه وکړه چې هر څوک چې د رای ورکونې کارت ولري رایه ورکولی شي. خو هغه زياته کړه، يو ځل چې يو رای اچونکی له مرکز څخه مايوسه لاړ شي بيا سخته ده چې دوهم ځل دې راشي.

د بدخشان د ولایتي شورا دغه غړي وويل د بدخشان وردوج ولسوالۍ چې په وروستيو کې د طالبانو له ولکې آزاده شوې انتخابات په کې نه ترسره کيږي. هغه وويل د بدخشان د نورو ولسواليو په اړه وويل:«له درو ورځو راهيسې مخابراتي شبکې غيرفعاله شوي او موږ له ولسواليو سره اړيکي نه لرو.»

د انتخاباتو وخت دوه ساعته وغځول شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون هم په بايومتريک سیستم کې د تخنيکي ستونزو شتون مني، خو وايي چې رسيدګي ورته کيږي. د دغه کميسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي دویچه وله ته وويل: «له بده مرغه يو څه ستونزې وې، خو په دې حد کې چې خلک يې وايي نه دي.» ابراهيمي دغه راز زياته کړه چې د رای ورکولو وخت دوه ساعته نور هم اوږود شو او خلک کولای شي د رای ورکونې مرکزونه ته لاړ شي او د خوښې نوماند ته يې راېې ورکړي. 

م ک ص/ا ا