د افغانستان په باب بين امللي کنفرانس نن په لندن کي شروع سو
۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبهاعلان
هلته ترټولو دمخه پردې باندي خبري کيږي چي څه وخت اوڅنګه دافغانستان امنيتي ځواکونه د امنيتي مسايلو کنټرول په خپل لاس کي اخيستلای سي .
همدغه ډول له اداري فساد سره مبارزه اود طالبانو سره امکاني خبري اتري هم ددغي غونډي په آجنډاکي شاملي دي .
پدغه غونډه کي دافغانستان جمهورريیس حامد کرزی هم برخه اخلي . دجرمني نماينده ګي هلته دبهرنيو چارو دوزير ګيدو وستر ويلي لخوا کيږي . صدراعظمه ميرکل لدي غونډي څخه په افغانستان کي دپوځ دګمارلو دبريا اويانه بريا په هکله دپريکړي انتظار لري .
آژانسونه /
کتونکی : محمد قاسم نوري