1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان وتلې سندرغاړې قمر ګله په کاناډا کې په حق رسیدلې

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

افغانې وتلې سندرغاړې قمر ګلې پرون (د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۹مه) په کاناډا کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي. قمرګله د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ سره تړلی یو تلپاتې نوم وو چې ګڼ شمیر سندرې یې ویلي او ډیر مینه وال لري.

https://p.dw.com/p/4Klpe
Afghanistan Musiker
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د ننګرهار ولايت په شګې ولسوالۍ کې زېږېدلې هنرمندې قمر ګلې په ماشومتوب کې لا سندرې پيل کړې وې. وروسته يې په کابل کې د افغانستان په ملي رادیو ‌ټلويزيون کې هم ډېرې سندرې وويلې او په تېره د پښتو د کلاسيکې او فلکلوري ‌موسيقۍ په برخه کې ډېره وځلېدله.

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر فعاليتونو او موسيقۍ باندې بنديزونه لګولي دي،‌ دغه مشهوره سندرغاړې له هېواد څخه لېرې په کاناډا هیواد کې له دنيا څخه وکوچېدله. مېرمن قمر ګلې د افغانستان له يوې زرينې دورې څخه استازيتوب کاوه چې بشري او هنري آزادۍ په افغانستان کې ډېرې وې او افغانانو له موسيقۍ او هنر څخه خوند اخيستلی شوای.