1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د "افغانستان متحدي جبهې" بهیر څه موخي لري؟

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

د«افغانستان متحده جبهه» په نامه سیاسي بهیر د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کي خپل شتون اعلان کړی. د دې جبهې په تشکیل کي د مخکني سقوط سوي جمهوري حکومت یو شمیر نظامیان او نظامي چارواکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/4XqDo
Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو مخکنی قوماندان جنرال سمیع سادات د دې جبهې مشر دی. د یادی جبهې مسئولان د طالبانو په وړاندي د سیاسي او نظامي فعالیتونو په اړه خبري کوي.

پر جنرال سمیع سادات سربېره د کورنیو چارو وزارت مخکنی مرستیال خوشحال سادات او د هرات مخکنی والي قیوم رحیمي د دغه بهیر له مخکښو کسانو څخه دي.

د دغه بهیر یو تن فعال غړی عبدالقیوم رحیمي وايي دغه جبهه د ځوانانو د بنسټ له خوا راپيل سوې ده. هغه وايي، دوه کاله کیږي، چي د یادي جبهې پر تشکیل يې کار کړی او هڅه کوي، افغانستان ته نژدې او ليري نور دفترونه هم خلاص کړي.

عبدالقیوم رحیمي ډویچه ویله ته وویل: «د جمهوري نظام بیا راتګ، د تېر نظام د اساسي قانون بېرته پلي کېدل او له تروریسټانو څخه د افغانستان خپلواکي» يې د دې جبهې له ځانګړو موخو څخه دي.

د طالبانو پر وړاندي د نظامي لاري غوراوی

تراوسه دطالبانو پر وړاندي له افغانستان څخه دباندي ډېري مخالفي جبهې جوړي سوي دي، خو د دوی له منځه یوازي د «ملي مقاومت جبهه» او د «خپلواکۍ جبهه» د طالبانو پر وړاندي د نظامی مبارزې دعوه کوي، د نورو سیاسي بهیرونو فعالیت نه ترسترګو کیږي.

د یاد تازه جوړ سوي بهیر غړي وايي، که څه هم اوسمهال په افغانتسان کي جګړه د اوسني وضعیت حل لاره نه ده، خو هرڅومره ډېر چي طالبانو ته د خبرو اترو وخت ورکړل سو، ګټه يې ونه کړه.

قیومي رحیمي په دې اړه وايي: «موږ په دې باوري یوو، چي جګړه د حل لار نه ده، خو له ۲۰۱۰م کال راهیسي طالبانو ته د سولي له پاره ډېر فرصت ورکړل سوی... نو له دې امله نظامي لاره انتخاب او له ځواکه کار اخیستل په ګټه دي، ځک چي فرصت کم دی.»

هغه ټینګار کوي، چي که د افغانانو ترمنځ جدي خبري شروع نه سي او طالبان همداسي روان وي، نو په افغانستان کي د سولي راتګ ناشونی دی.

دا څووم بهیر دی چي له افغانستان څخه دباندي د طالبانو پر وړاندي جوړیږي، خو د ډېرو دغسي بهیرونو فعالیتونه نه معلومیږي. کتونکي په دې باور دي چي دغه ډول جلا جلا بهیرونه تر هغه وخته ګټه نه لري، چي پر یو ټغر راټول نه سي. 

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ په دې اند دی، چي که څه هم مخکنۍ کوچنۍ ډلي د سیمي او نړۍ د هیوادونو په مرسته په پياوړو سیاسي ځواکونو بدلي سوي، خو اوس د نړۍ او سیمي هیوادونه د سیاسي بهیرونو ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.

احمد خان اندړ په مخکني نظام کي د دې نوي جبهې د تشکیلوونکو څېرو کړنو ته په اشارې سره وايي، د نظامي لاري انتخاب به د خلکو وضعیت بدتر کړي. هغه د خبرو اترو له لاري سیاسي حل مهم ګڼي.

یوشمېر شنونکي بیا په افغانستان کي د هر ډول نظامي شخړي پړه پر طالبانو ور اچوي، ځکه د دوی په قول دې ډلي د ټولو سیاسي ډلو ټپلو سره خبري اتري رد کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه غوث جانباز په دې باور دی کوم وخت چي طالبانو سیاسي فعالیتونه منع کړل د شخړو امکان ډېريږي: «هرمقاومت او اصطحکاک، چي منځ ته راځي طالبان يې مسئول دي، ځکه طالبانو استبدادي فضاء جوړه کړې اودا د دې سبب کېږي، چي د طالبانو پر وړاندي مقامت رامنځته سي.»

دا چي طالبانو په افغانستان کي د سیاسي ډلو فعالیتونه منع کړي دي، نو تراوسه له افغانستان څخه دباندي د سیاسي بهیرونو سره خبرواترو ته چمتو نه دي. هغوی تل ویلي، چي افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی، لوړ پوړي چارواکي او سیاسي څېرې کولای سي افغانستان ته ورسي او د عادي افغانانو په ډول ژوند وکړي.