1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان زعفران ښه بازار غواړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

افغاني زعفران چې د نړۍ په کچه د کيفيت له اړخه لومړی مقام لري، د کوکنارو ښه بديل ګڼل کېږي؛ خو اوس د دغه بوټي صنعت کاران په څه وضعيت کې دي؟

https://p.dw.com/p/4SSmE
BdTD Afghanistan | Safranernte
انځور: Mohsen Karimi/AFP

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه د زعفرانو له حاصلاتو خوښه برېښي، خو له افغانستان سره د نړۍ د اړيکو پرېکون او وروستيو کلونو کې پرلپسې وچکالي د دغه صنعت د ودې پر وړاندې مهم خنډونه بولي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مرستيال سيد نایب سادات وايي: «وروستيو دوو کلونو کې پرلپسې وچکالي، له افغانستان سره د نړۍ د اړيکو پرېکون، د بودجو نشتووالی، د ولسواليو په کچه د پروسس مرکزونو او د بانکي سيستمونو نشتون، د هوايي دهلېزونو، کارګو او په ملي او نړيواله کچه د نندراتونو نشتون هغه څه دي، چې په افغانستان کې يې د دې صعنت د ودې مخنيوی کړی دی.»

خو په ورته وخت کې سادات زياتوي: «په افغانستان کې د طالبانو په بيا واکمنېدو سره امنيت ښه شوی او له همدې امله د زعفرانو بزګران اوس کولای شي په سړه سينه خپل حاصلات راټول کړي.»

نوموړي له طالب چارواکو د دغه صنعت پر وړاندې د پرتو ننګونو د حل غوښتنه وکړه او ويې ويل: »زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې د زعفرانو د صادراتو له پاره دې د هوايي دهلېزونو بيا فعالېدو په موخه هڅې وکړي او د افغاني زعفرانو له پاره دې نړيوال نندارتونونه برابر کړي.»

د افغانستان د زعفرانو د صنعت کارانو ټولنې مرستیال سيد نایب سادات وايي چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د زعفرانو ډېر شرکتونه زيانمن شول او طالبان بايد د زعفرانو له بزګرانو او صنعت کارانو سره د مالي مرستو، تخنیکي وسايلو او د بزګرانو د ودې له پاره اړين ګامونه پورته کړي.

Afghanistan Frauen Arbeit Safran
انځور: MOHSEN KARIMI/AFP

په ورته وخت کې د زعفرانو بزګران دغه بوټی د کوکنارو له پاره ښه بديل بولي، خو د اړوندو سکتورونو د نه ملاتړ له امله شکايت کوي.

په هرات کې د زعفرانو يو بزګر د نوم نه څرګندولو په شرط دويچه ویله ته وویل: «که د زعفرانو د صنعت په برخه کې شته ننګونو ته ژر تر ژره د حل لاره ونه کتل شي، ښايي ډېر بزګران د دغه بوټي له کرکېلې لاس واخلي.»

له بل پلوه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وينا، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو د صنعت ودې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د دغه وزارت وياند عبدالسلام اخوندزاده وايي چې په ۲۰۲۲م کال کې ۵۱۹۶ کيلو زعفران بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. اخوندزاده زیاته کړه: «دغه اندازه زعفران سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هندوستان، امريکا، هسپانيا، هالند، اسټراليا، مراکش او نورو هيوادونو ته استول شوي، چې مجموعي قيمت يې ۲۷ ميليونه ۱۷زره او ۶۳۱ افغانيتو ته رسېږي.»

زعفران، د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره هیله

افغانستان کې د زعفرانو اوسنی حالت

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د وروستيو معلوماتو له مخې اوس د ټول هيواد په کچه د زعفرانو کیفیت د کنټرول دوه لابراتواره او له سلو ډېر د زعفرانو د وچولو دستګاوې شته او د زعفرانو تولید، پروسس او مارکېټ موندلو په برخه کې څه باندې ۴۳ کورني خصوصي شرکتونو فعالیت کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دمګړی په افغانستان کې د زعفرانو څه باندې ۲۴ ټولنې فعالې دي او له افغاني زعفرانو سره د بهرنیو شرکتونو لېوالتیا، په هېواد کې د دغه صنعت له پاره هیله بښونکي زيری دی.

په وروستیو کلونو کې د زعفرانو د کرکېلې د رونق او توليد له پاره ډیر کار شوی دي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې د ۲۰۰۲م کال راهېسې د زعفرانو کرکېله ۴ برابره ډيره شوې ده.

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډير زعفران پکې تولید او صادر يږي. د افغانستان زعفران د نړۍ په سطحه ډير محبوب دي.

ع. پ / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie