د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو رسمي پایلې وځنډیدې
۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه
د ټاکنو د مهال ویش له مخې، وروستۍ پایلې باید نن (د چهارشنبې ورځ د ثور میاشتې ۲۴مه) اعلان شوي وای. خو ټاکنیز کمیسیونونه پر دې و نه توانیدل چې له دغه مهال ویش سره سم عمل وکړي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د چهارشنبې په ورځ وویل: « بیا هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو شکایاتو له کمیسیون څخه جدي هیله کوي چې هر څه ژر چي ممکن وي، د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون پریکړې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راولیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ماښام د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وویل، چې د شکایتونو څیړل پای ته رسیدلي دي. د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني، ویلي وو: «چې د څلورو ورځو او شپو پرله پسې کار او زحمت سره د شکایاتو کمیسیون غړي همدا څو شیبې مخکې د ټاکنو د شکایاتو په هکله د تصمیم نیونې کار پای ته ورساوه.»
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي، د قانون له مخې د ټاکنو کمیسیون ۲۴ ساته وخت لري، که چیرې د شکایاتو کمیسیون جانبدارانه عمل کړی وي، د شکایاتو کمیسیون ته خپل وړاندیزونه واستوي او قانع کوونکی ځواب تر لاسه کړي.
« د زرو څخه د زياتو محلونو رايي د يوه نوماند په ګټه حساب شوي دي»
په عین حال کې ډاکټر عبدالله عبدالله، چې له دوو مخکښو کاندیدانو څخه یو دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که چیرې ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون په سمه توگه شکایتونه څیړلي وي، دی د ټاکنو په لومړۍ دوره کې گټونکی دی او د ټاکنو دوهم پړاو ته د تلو ضرورت نشته.
ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د زرو څخه د زیاتو محلونو رایې د یوه نوماند په گټه حساب شوي دي: «د نتایجو په ۱۱۳۰ ورقو کې یا په ۱۱۳۰ صندوقونو کې، سره له دې چې د نوم موجود نه دی، د محل د رئیس او څارونکي لاسلیک وجود نه لري، رایې شمیرل شوي دي او د اتفاق له مخې دا شمیرنه هم د یوه کاندید په گټه وه.»
خو د ټاکنو کمیسیون دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې ټولو سرغړونو ته د شکایاتو د کمیسیون له لوري رسیدگي شوې ده.
د بې اعتمادۍ زیاتیدل
په داسې حال کې چې انتظار کیده چې کمیسیونونه به د ټاکلې مهال ویش له مخې پایلې خلکو ته اعلان کړي، خو دا کار تر سره نه شو او دواړه کمیسیونونه د پایلو د ځنډیدو له کبله مقصر گڼي.
د شکایاتو د کمیسیون ویاند نادر محسني شکایاتو ته د رسیدگۍ په برخه کې د ځنډ په هکله ویلي وو: «انتخاباتي مهال ویش یو پیش بیني شوی وخت دی، خو د کارونو په ښه توگه د تر سره کولو له پاره هیڅکله د قانون حکم نه دی. د دغه مهال ویش په برخه کې په کراتو سرغړونه شوې ده، کله چې د ټاکنو کمیسیون د دوو ورځو په ځنډ سره ابتدایي پایلي اعلانوي، نو دا په څه معنی ده؟»
خو څیړونکي وایي چې د ټاکنو د نهایي پایلو ځنډیدل، له یوه اړخه پر ټاکنیزو کمیسیونونو د انتخاباتي پلاوو او نومدانانو ډاډ کموي او له بله پلوه پر ټاکنو د خلکو اعتبار ته زیان اړوي.