د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج د پاره 200 کمپنيو زړه ښه کړی دی
۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبهتيره جمعه په لندن کي يو کنفرانس رابلل سو تر څو د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج د پاره خپله ليوالتيا وښيي.په کنفرانس کي شاوخواد 200 کمپنيو استازو گډون کړی و.
د افغانستان د کانو وزارت په دې لټه کي دی تر څو په لومړی قدم کي داسي کمپنۍ پيدا کړي چي اوس مهال يوازي د وسپني او نفتو د زېرمو څخه استخراج وکړي.
د افغانستان د کانو او صنايعو وزير وحيدالله شهراني تيره ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي دي چي د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د طبيعي زېرمو پر استخراج باندي بحث سوی.
د شهراني په خبره د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د نفتو او گازو د حوزو په اړه چي د آمو دريا، افغان تاجيک، کټواز او هلمند حوزې دي مالومات ورکړل سوه.
د نوموړي په خبره په 2011 کال به د قندز د نفتو او گازو حوزه نړيوالي داوطلبۍ ته وړاندي سي چي، لومړي کارونه يې پيل سوي هم دي.
شهراني وايي چي، د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د تر مځکي لاندي زېرمو د حجم ، موقعيت او کيفيت په اړه و استخراج کونکو شرکتونو ته مفصل مالومات ورکړل سول.
د کانواو صنايعو وزارت چارواکي وايي چي د افغانستان د طبيعي زېرمو ارزښت زرهاو مليارده ډالرو ته رسيږي ولي ددې اندېښنه هم سته چي ددې پرځای چي دغه زېرمي د افغانستان د خوشبختۍ سبب سي د افغانستان خلک نور هم د بدبختۍ خواته کش نه کړي.
تيره اونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي خبر داری ورکړی و چي، که د افغانستان طبيعي زېرمي په شفاف ډول سره استخراج نه سي ددې هيواد دبختۍ سبب به و گرځي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی. زيارمل