د افغانستان د سولې کنفرانس ترمخه د پاکستان او امریکا ملاقات
۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبهپه اسلام آباد کې چارواکو ویلي دي چې د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت مرستيالي تهمینه جنجوعه دغه سفر د چهارشنبې په ورځ پیلیږي او ټاکل شوې د دې یوې اونۍ سفر په ترڅ کې به په سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له چارواکو سره کتنې ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو ورازت د مرستيالي دغه سفر وروسته له هغې ترسره کیږي چې تیره اونۍ د ولسمشر دونلد ترمپ لوړپوړې استازې لیسا کورتیس له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو له پاره دغه هیواد ته په رسمي سفر تللې وه او له پاکستاني چارواکو سره یې یو لړ کتنې درلودې.
د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوي چې ولسمشر ترمپ پر پاکستان تور پوري کړ چې ګواکې دغه هیواود هغو ترهګرو ته پټنځایونه برابروي چې په افغانستان کې میشت پر نړیوالو ځواکونو بریدونه ترسره کوي. اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.
له هغې واخت رهیسې د دواړو هیوادونو دپلوماتانو د واشنګټن او آسلام آباد ترمنځ د سفرونو لړۍ پیل کړې ده، ترڅو اړیکې بیرته روغې کړي. دغو هڅو تر اوسه پوري ډېره گټه نه ده کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې: «د بهرنیو چارو وزارت مرستياله به امریکایانو ته ووايي چې موږ په افغانستان کې څه کولی شو او څه نه شو کولی.»
دا په داسې حال کې ده چې امريکا پر پاکستان فشار راوړی څو د افغانستان د سولې په خبرو کې د مرستې د یوې برخې په توګه په پاکستان کې پټ د طالبانو متحد د حقاني شبکې د غړو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي ترڅو د افغانستان د سولې په خبرو کې د مرستو یوه برخه وګرځي.
د پاکستاني چارواکو دغه سفر د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د روانې مياشتي په وروستیو کې د ترسره کیدونکي یوه بل کنفرانس تر مخه ترسره کیږي.
په تاشکند کې د افغانستان د مسئلې په هکله په دې کنفرانس کې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای د څرنګوالي په هکله خبرې کیږي.
ټاکل شوې ده چې د امريکا متحدو ايالاتو او پاکستان په ګډون به د یو شمیر هیوادونو دپلوماتان په تاشکند کې په ترسره کیدونکي دې کنفرانس کې برخه واخلي.
dpa,ag(K.H/N.Z)