د افغانستان د ستراتيژي د کتني نتايج څه دي؟
۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعهيو کال مخکي د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په وسترپاينت نومي پوځي اکادمي کي د افغانستان په هکله خپله نوي ستراتيژي معرفي کړي. پرون يي په يوي وينا کي لومړي نتايج څرګند کړل.
ولسمشر اوباما په لومړي سر کي په افغانستان کي د تروريزم پرضد د مبارزي د برياليتوب په هکله زيات خوشبيني څرګنده نه کړه.
اوباما وويل :« زه غواړم په دي ټينګار وکړم تر اوسه پوري هم مونږ له ستونزمني دندي سره مخامخ يو. خو زه غواړم چي د خپلو سرتيرو او ملکي کسانو د يو بي ساري ماموريت د ترسره کولو په پام کي نيولو سره ووايم ، مونږ خپل موخي ته د رسيدو په لور په سمه لار روان يو.»
په اوس وخت کي د امريکا متحده ايالاتو 90 زره عسکر د ناټو تر مشري لاندي په افغانستان کي موجود دي او سربيره پر دي 23 زره امريکايي عسکر د ناټو د ماموريت د صلاحيت څخه بهر په افغانستان کي په عملياتو بوخت دي. هغوي د«انديورينګ فريدم» نومو عملياتو په چوکات کي عمل کوي.
اوباما يو ځل بيا په دې ټينګار وکړ چي د امريکا متحده ايالاتو د حکومت د موخي په ړومبيتوبونو کي دا نه دي چي دنده ولري ترڅو په ټول افغانستان کي امن ټينګ کړي او يا دي د بيارغاوني کارونو سرته ورسوي ، بلکه د متحده ايالاتو اصلي موخه په لومړي قدم کي په افغانستان کي د القاعدي د ترورستي شبکي ته ماته ورکول دي.او په دې برخه کي د ليدني وړ پرمختګ شوي دي.
هغه زياته کړه:« له افغانستان څخه د تيښتي وروسته د القاعده مشرې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان په پولو کي تر سخت فشار لاندي قرار لري . د هغوي مهم مشران وژل شوي دي .دوي ته سخته ده چي په عين وخت کي يوځاي شي ،سفر وکړي، روزنه ورکړي،او د نوي حملو لپاره پلانونه جوړ کړي او عملې يي کړي .القاعده اوس کنج ته ټيلول وهلي شوي ده »
اوباما روښانه کړه چي القاعده ته په ماته ورکولوکي د امريکا متحده ايالات ژمن دي ،خو دا کار به وخت ونيسي. هغه په افغانستان کي د سياسي او اجتماعي پرمختګونو څخه يادونه وکړه او د افغانستان د حکومت څخه په دي برخه کي د لا زيات شفافيت او مسووليت غوښتونکي شو.
اوباما د هغه تړون څخه هم يادونه وکړه چي د امريکا او افغانستان تر منځ په راتلونکي کال کي تر سره کيږي چي په اساس به يي له افغانستان څخه ملاتړافغانستان کيږي.
داسي ښکاري چي د اوباما حکومت د افغانستان د حکومت او ولسمشر کرزي سره په وړاندي د سخت دريح نيولو څخه لاس اخيستي وي، له هغه سره يي تر زياتي کچي د همکاري لاره نيولي ده. د متحده ايالاتو ولسمشر وويل چي د هغه حکومت له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو او په ټولنه کي د هغوي د ادغام له پلان خخه پلوي کوي. خو د اوباما دغه ډول ملاتړ مشروط دي. هغه وويل چي طالبان د د زور زياتي څخه لاس واخلي ،او د القاعده د شبکي سره خپلي اړيکي لمنځه يوسي،او د هيواد اساسي قانون ومني.
ولسمشر اوباما په عين وخت په افغانستان کي لاس ته راغلي پرمختګونه له ننکونو سره مخامخ وبلل.
هغه زياته کړه :« مونږ ډيري سيمي د طالبانو د کنټرول څخه و باسو تر څو افغانان وکولاي شي خپل د اوسيدو ځايونو ته بيرته راوګرځي .»
ولسمشر په دي جګړه کي د پاکستان پر ټاکونکې نقش باندي هم ټينګار وکړ ،او وويل:« د پاکستان حکومت اوس په روښانه توګه دا انګيرلې ده چي په سرحدي سيمو کي د ترورستي ډلي شتون د سيمي او همدارنګه د پاکستان لپاره يو ګواښ دي.»
په همدي وجه هغه په سرحدي سيموکي د پاکستان حکومت لوي ډله ايز عمليات وستايل او بيا هم د هغه څخه حمايت کوي.
ناصر/ کريستنيا برګمن
کتونکي: عبدالباري حکيم