1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبریالانو مرکز: طالبان دې څلور زنداني خبریالان خوشي کړي

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې زنداني شوي خبریالان دې بیرته آزاد کړي. دغه مرکز د لوی اختر په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د رسنیو قانون پلي او پر رسنیو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

https://p.dw.com/p/4Dts5
Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د شنبې په ورځ د لوی اختر په لومړۍ ورځ له طالبانو غوښتي چې څلور زنداني شوي خبریالان خوشې کړي. دغه خبریالان له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا بندیان دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویلي چې دا مرکز د یوې خپلواکې ادارې په توګه چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي، د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د افغانستان د مطبوعاتو قانون چې دوی تصویب او تائید کړی، د طالبانو له لوري نیول شوي خبریالان دې پرته له کوم شرطه خوشې کړي.

دغه راز دغه بنسټ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې پر رسنیو هم لګول شوي سخت بندیزونه لیرې کړي.

په افغانستان کي دطالبانوله خوا دخبریالانودنیولواو وهلو ټکولود پیښوزیاتوالی

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، دا مهال په هرات کې د نوروز راډيو پخوانی ویاند خالد قادري، په دايکنډي ولایت کې د افتاب راډيو مسوول مدير او ځايي خبریال ميرزا ​​حسني، د ګردیز غږ رادیو مسوول مدیر جمال الدين دلدار او په کاپیسا ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالحنان محمدي د طالبانو په بند کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون دې د عامه رسنیو له قانون سره سم فعال کړي او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو هر ډول شکایت دې د دغه کمېسیون له لارې وڅېړل شي.

طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته پر رسنیو او خبریالانو ډیر محدودیتونه وضع کړي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان افغانستان د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.

د طالبانو نوی امر؛ ویندویانې باید مخونه پټ کړي

 په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب د بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، طالبانو په دغه هېواد کې له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا اتیا خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او شکنجه کړي دي.

خبریالان اجازه نه لري چې د طالبانو د واکمنې ادارې پر خلاف راپورونه او خبرونه چمتو او خپاره کړي. سربیره پردې کله چې ښځینه ویاندویانې پر ټلویزون را څرګندیږي، د طالبانو د سپارښتنې سره سم باید خپل مخونه پټ کړي

.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟