د افغانستان د جګړې پر سر په لوېديځ کي ناندرۍ راپورته سوي دي
۱۳۸۹ تیر ۱, سهشنبهلوديځ اژانسونه وايي چي، دغه خبره د نوموړي هېواد حکومت په ډاګه کړې.
په ورته وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو لوي قوماندان په افغانستان کې د دوشنبې په ورځ د هغو څرګندونو له امله بخښنه وغوښتله چي د يو وتلي ډيپلوماټ په وړاندې يې کړې وې.
د جنرال سټنلي مک کريسټل او سپيني ماڼۍ تر منځ وروسته تر هغه ناندرۍ راپورته سوې چي د«رولينګ ستون» په مجله کي داسې مقاله خپره سوه چي د يو ډيپلوماټ په وړاندي د مک کريسټل سپکونکي څرګندوني په کښي راغلې وې.
څو ساعته وروسته مک کريسټل بخښنه وغوښتله. نوموړی په عادي حالت کي همېشه په ډېر احتياط سره خبري کوي او د متحده ايالاتو په رسنيو کي هم تل ښه ياد سوی دی.
په مقاله کي مک کريسټل د متحده ايالاتو په مرستيال ولسمشر جو بايدن باندي ملنډي وهي، او وايي چي: «تاسو د مرستيال ولسمشر جو بايدن په اړه پوښتنه وکړه؟ هغه څوک دی؟«.
بايدن د مک کريسټل پر جګړه يزي ستراتيژۍ باندي تل انتقادونه کړي وو. مک کريسټل د «رولينګ ستون» مجلې ته هم ويلي دي چي هغه په کابل کي د متحده ايالاتو د سفير، کارل ايکنبېري د لاسه ځان: «غولول» يا تېر ايستل سوی ګڼلی دی، په داسي حال کي چي په سپينه ماڼۍ کي پروسږ کال د افغانستان د جګړې د ستراتيژۍ په اړه بحث کېدی.
بله خوا د افغانستان دپاره د برتانيې خاص استازی شېرارد کوپر کولس په کابل کي د يوې نړيوالې غونډې څخه يوه مياشت د مخه د خپلې دندې څخه په موقتي ډول پر شا سوی دی.
د کابل په غونډه کي به د متحده آيالتونو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم ګډون کوي.
په لندن کي د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند په ډاګه کړې، چي کوپر کولس به تر مني پوري رخصت وي. خو وياند زياته نه کړه چي د هغه دنده به په رالتونکي کي څه وي.
د بهرنيو چارو نوي وزير، ويليم هېګ به د افغانستان دپاره د خاص استازي پر دندې باندي بيا غور کوي. دغه خبره د بي بي سي راډيو د بهرنيو چارو د منبعو په استناد خپره کړې ده.
خو ويل شوي دي چې اوسني استازي لا لېرې کړل شوي نه دي او د بهرنيو چارو وزير غواړي چې هغه دې خپله دنده وساتي.
کوپر کولس وروسته تر هغه چي يې په افغانستان د کي د بريتانيې د سفير په تگه دنده سر ته ورسول د »لېبر« يا د برتانيې د کارګرو د ګوند په مشرۍ د افغانستان او پاکستان دپاره د هغه هيواد ځانګړی استازی ټاکل سوي و.
د «ګاردين» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ کښلي وو چي د کوپر کولس او د ناټو د پوځي ټلوالي د چارواکو تر منځ د نظرونو اختلافات موجود ول.
کوپر کولس ويل چي پر پوځ ولاړه د پاڅون کونکو په وړاندي د جګړې لاره د ماتي په لور روانه ده او غوښتل يې چي،د طالبانو سره خبري اتري بايد لومړيتوب ولري.
د کوپر کولس پر ځای به کارپوهه کارن پيرس د ځانګړي استازي په توګه وټاکل سي.
د کوپر کولس پرېکړه په هغه ورځ خپره سوه چي برتانيې په افغانستان کي د خپل درې سوم مړه سوي عسکر په اړه خبر ورکړی.
AG/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل