د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول نن تهران ته ورسيد
۱۳۸۹ آبان ۲۳, یکشنبهپه عين وخت کي د زلمي رسول دا سفر په داسي وخت کي صورت مومي چي ايران د افغانستان 7 تنه پوځيان بنديان ساتلي دي. هغوي تيره ميلادي مياشت د ايران پولي ته اوښتي ؤ او د ايران د سرحدي محافظينو له خوا ونيول شول.
د ايران خبري آژانس ايرنا رپوټ ورکړ چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د يو لوړ پوړي افغان پلاوي په مشري چي په هغو کي د وزارتونو معينان شامل دي، تهران ته رسيدلي دی. د هغه خبري آژانس د رپوټ له مخي د افغان پلاوي د سفر هدف د کابل او تهران ترمنځ د اړيکو «لاټينګول» دي.
د کرزي اداره تيره مياشت وروسته له هغي له يو لړ شخړايزو څرګندونو سره مخامخ شوه چي د نيويارک تايمز ورځپاني رپوټ ورکړ چي د افغانستان د جمهوري رياست د دفتر رييس، عمر داؤد زي له ايران څخه نغدي پيسي ترلاسه کړي دي.
په دغه رپوټ کي د افغان حکومت د چارواکو چي نومونه يي بربنډ شوي نه ؤ راغلي ؤ چي ګواکي «داؤدزي هڅه درلوده له دغو پيسو څخه په استفادي سره د افغانستان د حکومتي کړيو په دننه کي د ايران د نفوذ خوندي وساتي.» داؤدزی پخوا په تهران کي د افغانستان سفير ؤ.
ولسمشر کرزي د ايران دغه ډول د پيسو وکړه د دواړو هيوادونو تر منځ د ښو اړيکو د ټينګښت لپاره د مالي مرستو يوه برخه وګنله او وويل چي دا کومي «پټي پيسي» نه وي، بلکه دا هغسي مالي مرستي دي لکه چي «واشنګتن يي کابل» ته کوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم وروسته اعتراف وکړ چي افغانستان سره يی«مالي مرستي» کړي دي. خو په لومړي سر کی د « نغدو پیسو» له ورکړی څخه انکار وکړ او هغه یی د لویدځ پلوی کړیو تبیغلات وګڼل چی هدف د افغانستان او ایران د اړيکو ګډوډول دی.
دا چي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د سفر په ترڅ کي به په کومو مشخصو مسايلو باندي خبري وشي، افغان او ايراني لورو تراوسه پوری څه نه دي ويلي.
په عين وخت کي ايران لا تراوسه د افغانستان 7 تنه پوځيان لا بنديان ساتلي چي د افغان چارواکود وينا له مخي د نيمروز په ولايت کي د طالب اورپکو د تعقيب په وخت کي په «غير قصدي» توګه ايران ته واووښتل او د ايران له خوا ونيول شول.
د ايران خبري آژانس مهر د سرحدي قوماندان، حسين ذالفقاري له خولي رپوټ ورکړ چي تهران به « ژر هغوي خوشي کړي.»
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی