"د افغانستان خاوره به د بل هیواد پر ضد و نه کارول شي"
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهد فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ د دغې مرکې د ځینو برخې د تر لاسه کولو وروسته، هغه خپرې کړي دي. کله چې له زلمي رسول څخه وپوښتل شو چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ایا امریکا ته اجازه ورکړل شي چې له افغانستان څخه پر پاکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر سره کړي او که نه، هغه په ځواب کې وویل: «د افغانستان خاوره به په سېمه کې د هیڅ کوم هیواد پر ضد استعمال نه شي.»
په پام کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري ووځي او د ټول هیواد په کچه به امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
زلمي رسول پخپله مرکه کې ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاته کیدونکو بهرنیو سرتیرو شتون یواځې د افغان پوځ د روزنې، تجهیز او د افغانستان د امنیت د ساتلو په موخه دئ.
د ښاغلي رسول ویلي دي چې دا خبره تر دې مخکې هم شوې ده او اوس هم کیږي چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پاته کیدونکی پوځ به په سېمه کې د کوم گاونډي هیواد پر ضد استعمال نه شي.
د تیرو څو کلونو راهیسي د متحده ایالاتو له خوا د پاکستان په قبایلي سیمو کې پر شکمنو ترهگرو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر سره کیږي. د څیړونکو په اند د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ د ترینگلتیا مهم لامل همدغه بریدونه دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د روان کال د جنوري په میاشت کې د لومړي ځل له پاره دا خبره ومنله چې د پاکستان په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعدې او طالبانو مشران په نښه کيږي. خو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه ئې نور جزئیات بربنډ نه کړل.
د فرانسې د خبري آژانس د راپور په حواله په ۲۰۰۹ کال کې د متحده ایالاتو له لوري د پاکستان په قبایلي سېمو کې د بې پیلوټه الوتکو ۴۵ بریدونه، په ۲۰۱۰ کال کې ۱۰۱ او په ۲۰۱۱ کال کې ۶۴ بریدونه تر سره شوي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش