1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخوانيو چارواکو څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر بانک ته سپارل شوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان بانک وايي چې د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې دغه بانک ته وسپارل شوې. دغه بانک له لوري د چهارشنبې په ورځ په يوې خپره شوې اعلاميه کې د دغو پيسو مقدار څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/40MJg
Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
د افغانستان بانک ودانۍ انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان بانک په اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ویل شوي دي چې دغه پیسې د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمیر نورو چارواکو له هستوکنځايونو څخه ترلاسه شوي او د طالبانو د مسئولينو له خوا د وږي مياشتې پر ۲۲مه دغه بانک ته تحويل کړل شوې.

تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو داسې ويډيوګاڼې خپرې شوي دي چې په هغو کې موندل شوې ډيرې پیسې ښودل کيږي. په یوه ويډيو کې چې په هغې کې د ډالرو ډک څو بکسونو او د سرو زرو يو شمیر کوچنۍ خښتې ښودل کيږي، طالبان پکې ادعا کوي چې هغه یې د امرالله صالح له کوره موندلي.

د افغانستان بانک د دغو ورسپارل شوو پیسو مجموعي مقدار ۱۲ میلیون ۳۶۸ زره او ۲۴۶ امریکايي ډالر ښودلي دي. په اعلامیه زیاتوي: «او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم پکې شته چې ډېری برخه یې د امرالله صالح له ځایه تر لاسه شوي دي.»

د افغانستان بانک وايي چې دغه سره زر هم دغه بانک ته سپارل شوي دي. د طالب چارواکو له قوله ويل شوي دي چې د پخواني حکومت د لوړپوړ چارواکو له کورونو څخه يې دغه پیسې د ملي امنيت ادارې د راپورونو پر اساس ترلاسه کړي. خو په اعلاميه کې د امرالله صالح پرته د نورو پخوانيو چارواکي نومونه نه دی ‌‌‌ذکر شوی. طالبانو ویلي دي چې لا تر اوسه روښانه نه ده چې پخوانيو چارواکو دا «دومره زیاتې پیسې له کومې لارې تر لاسه کړې او ولې یې ساتلې وې.»

د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوريدو وروسته د افغانستان بانک ټوله شتمنۍ په بهر کې کنګل ده. د دغو پیسو ډيره برخه په متحده ایالاتو کې بنده ده. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکيچ له رامنځ ته کيدو څخه انديښنه ښوولې. دغه سازمان ويلي دي چې باید د افغانستان اقتصاد ونه پاشل شي او د دې له پاره باید طالبان او نړیواله ټولنه يو تفاهم ته ورسیږي.