د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي خبرو اترو پنځم پړاو
۱۳۸۹ دی ۳, جمعهد افغانستان او پاکستان مشرانو، حامد کرزي او اصف علي زرداري نن (جمعي) د خپلو هيوادونو ترمنح د اعتماد او باور د رامنځ ته کولو په موخه په استانبول کي خبرو اترو ته سره کښيناستل. دا د هغوي ترمنځ د خبرو اترو د لړي په دوام کی پنځم پړاو ؤ چي د ترکيي په منځګړيتوب سرته رسول کيږي.
د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل وويل: « په پنځم پړاو کي په دي هکله خبري وشوي چي څرنګه کيداي شي په دغو دواړو هيوادونو کي سوله ټينګه او پرمختيا رامنځ ته شي.» ګل د جمعي په سهار له کرزي او زرداري سره وليدل.
د ترکيي ولسمشر زياته کړه چي د امن او سولي د تينګښت لپاره افغانستان او پاکستان بايد يو بل ته لاس ورکړي. هغه وويل اوسني اقتصادي او تجارتي همکاريو ته بايد دوام پراختیا ورکړای شي. عبدالله ګل زياته کړه چي د هغه هيواد په دي برخه له دوي سره مرسته کولاي شي. د ترکيي ولسمشر يادونه وکړه چي د اورګاډي د يو پتلي چي «پاکستان له ترکيي سره ونښلي بايد د افغانستان» له لاري تير شي. دغه راز هغه د دري واړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو د پراخوالو لپاره غوښتنه وکړه.
ترکيي چي د ناتو يو مسلمان غړي هيواد دي له 2007 کال څخه را په دي خوا د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د پخلايني او د همکاريو د ټينګولو لپاره د خبرو اترو کوربه توب کوي.
د رپوټونو له مخي د دري واړو هيوادونو د بهرنيو، کورنيو او سوداګريو چارو وزيرانو په جلا غوڼدو کي د خپل منځي اړوندو مسايلو باندي هم خبري کړي دي.
که څه هم د ولسمشر زرداري تر مشري لاندي پاکستان له افغانستان سره اړيکي ښيي شوي، خو لا تر اوسه ځيني ځيږ ټکي موجود دي چي بايد هوار کړاي شي. طالب جنګيالي چي د لويديځ پلوي ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر ضد جنګيږي، ډيري يي د پاکستان په دننه کي ديره دي. افغان مشران اسلام آباد تورنوي چي د ياغيانو حيني مشرانو ته يي پناه ورکړي او حتي « ورسره مرسته» کوي..
پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چي هغه خپل د ترهګرو د بريدونو قرباني دي او له 2002 کال څخه تر اوسه پوري د تروريزم ضد جګړه کي څه د پاسه 2420 سرتيري له لاسه ورکړي دي.
د پنجشنبي په ورځ کرزي او زرداري د اقتصادي همکاريود سازمان چي په هغه کي د افغانستان په شمول ترکيه، ايران، آزربايجان او د منحني آسيا دري جمهوريتونه ، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان غړي دي، ګډون وکړ.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: رحيله اميري