د افغانستان او المان تر منځ د همکاریو پر سند کار روان دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سهشنبهاعلان
په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د المان او افغانستان تر منځ د ګډ کار تړون د لاسلیکیدو په حال کې دئ. د المان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د dpa خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ وویل چی موږ هیله لرو چې دغه تړون به په راتلونکو اونیو کی لاسلیک سي.
دغه تړون به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې نورې هم ښې او منظمې کړي. په تړون کې د نورو موضوعگانو تر څنګ د افغانستانبیا رغونه، پرمختیایي مرستې او همدارنګه په کلتوري او اقتصادي برخو کې ګډ کار شامل دئ.