د افریقا بې ځایه شوي چیرې پناه اخلي؟
د افریقايي مهاجرو شمیر چې د داخلي کړکیچونو او یا طبیعي آفتونو له کبله خپل هیوادونه پریږدي، مخ پر زیاتیدو دی. خو د هغو هیوادونو شمیر پر خپل ځای پاته دی، چې دوی پناه وروړي. اوګاندا ددغو هیوادونو په سر کې ځای لري.
۳۰ میلیونه بې کوره انسانان
په ټوله کې په افریقا کې تر۳۰ میلیونه زیات انسانان، دې ته اړ شوي دي چې نورو هیوادونو ته کډه شي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شي. دغه ماشوم د جنوبي سوډان له هغه په سونو ماشومانو څخه یو دی چې په اوګاندا کې یي په یوه کمپ کې پناه اخیستي ده.
اوږده لاره
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له قومي لحاظه د نړۍ په کچه متنوع هیواد دی. د دغو قومونو تر منځ ترینګلتیا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د ادامې او په پایله کې يې د اجباري مهاجرت له اصلي دلایلو څخه ګڼل کیږي. په ځانګړې توګه د دغه هیواد په سویل ختیڅ کې ملیشو ته ورته د یاغیانو د بریدونو اصلي قربانیان زیاتره عادي او غیر پوځي کسان دي.
کینیا، د سوماليا د مهاجرو ټاټوبی
قحطي او ناآرامې هغه معضلي دي چې له کلونو راهیسې ترې سومالیا کړیږي. له دغو کړکیچونو څخه په سونو زره سومالیايانو گاونډيو هيوادونو ایتوپیا او کینیا ته پناه وړې ده. سومالیا د یوه مرکزي دولت له نشتوالي سره مخامخ دی. د الشباب، په نوم تندلارې اسلامپاله ډله چې د القاعدې شبکې یوه څانګه ده، د دغه هیواد په سویل کې یوه برخه تر کنترول لاندې لري. خو د هغوی پرضد د افریقا د سوله ساتو ځواکونو جګړه بریالۍ ده.
د نسلونو تېښته
د داداب د مهاجر کمپ ځیني اوسیدونکو په همدغه کمپ کي زېږېدلي دي. د کینیا د قوانینو له مخې هغوی بې له اجازې له کمپ څخه د وتلو حق نه لري.
بروندي
بروندي په نړۍ کې یوه له بې وزلو هیوادونو څخه دی. تر ۱۲ کلني کورنۍ جګړې وروسته (۲۰۰۵ - ۱۹۹۳) دغه هیواد کرارۍ او ثبات ته بیرته نه دی ورګرځیدلی. د دغه هیواد له خپلواکۍ راهیسې د توتسي اقلیت او هوتو اکثریت تر منځ همداسې نښتې ادامه لري.
د مرګ او ژوند تر منځ
نایجیریا د افریقا زیات نفوس لرونکی هیواد دی. خو په وروستیو کلونو کې ډیر انسانان د تندلاري اسلامپالي ډلې بوکو حرام، په بریدونو کې وژل شوي دي. د اسلامي شریعت د قوانینو طرحه د نایجیریا په ډیرو ایالتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شوي او په زرونو عیسیویان دې ته اړ شوي چې خپل ټاټوبی پریږدي.