د افریقایي اتحادیې له پاره نوې مشره وټاکل شوه
۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبهاعلان
د رسمي راپورونو پر اساس د یکشنبې په ورځ د جنوبي افریقا د کورنیو چارو وزیره د افریقایي اتحادیې د مشرۍ په توگه ټاکل شوی ده. هغه د دغه ټولنۍ لومړنۍ ښځینه مشره ده او په حاضر وخت کې د هغې پر وړاندې تر ټولو مهمه مسئله د سیمي په هیوادونو کې د سولې له پاره هڅې کول دي. د جنورې په میاشت کې د افریقایي اتحادیې په دغه غونډه کې ټولنه پر دې نه وه توانیدلې چې یو مشر وټاکي، ځکه چې نوماندانو دوه په دریمه برخه رایې نه وې تر لاسه کړې.