د اصفهان مشهوره تاریخي حمام
په اصفهان کي د «علي قلي آقا» تاریخي حمام د صفوي پاچهانو په زمانه کي جوړ سوی دی او د هغې زمانې ښایسته معماري بیانوي.
په اصفهان کي د «علي قلي آقا» په نامه دغه تاریخي حمام ددوو صفوي پاچهانو، یعني شاه سلیمان او شاه سلطان حسین صفوي په زمانه کي جوړ سوی دی.
د اصفهان د معمارۍ د سبک دغه حمام د صفوي عصر د اخرو وختو څخه دی.
دغه حمام ددوو لوی او کوچني حمامو څخه متشکل دی ، یوغټ حوض او څو نور حوضونه لري.
د حمام په څو ځایونو کي د کوچنیو حوضو څنگ ته د یوه متر په اندازه دډبروسپیني اوږدې تختې لیدل کیږي،چي سطح یې هواره او ملایمه ده. ددغو ډبرو څخه یې د کیسه او ماساژ ورکولو استفاده کوله.
ددغه تاریخي حمام دهلیزونه او ستونونه
د حمام د اوبو مخزن د لرگو او سکرو پواسطه گرمیدی او حتی د هغه دود په داسي لولوکي انتقالیدی، چي د حمام د نورو برخو په ضد عفوني کولو او گرمیدو کي ورڅخه استفاده وسي.
ددغه حمام څخه اوس موزیم جوړ سوی دی، ټوریسټان او هرڅوک کولای سي د هغه څخه لیدنه وکړي.
ددغه حمام د جالبو نقاطو څخه یوهم د حمام د رڼا ورکولو سیسټم ؤ. روښنايي د هغو سوریانو لخوا حمام ته راننوتله، چي د حمام د گنبدي پرچت باندي جوړ سوي وه. په دغو سوریانو کي عدسي اومحدبي شکله هنداري نصب سوي وې. د محدبو هندارو خاصیت پردې سربیره، چي انرژي یې دباندي نه پریښوله،د نور د ماتیدو سبب هم کیدله او رڼا یې پخشوله.