د اسلام ضد فلم جوړونکي په زندان محکوم شو
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبهاعلان
هغه وگړی چې د اسلام ضد فلم یې جوړ کړی وو اوس په یو کال بند محکوم شوی دی. هغه ته دا سزا د فلم د جوړولو له کبله نه، بلکه له یوې پخوانۍ جزا څخه د سرغړونې په تور اورول شوې ده. دغه وګړی تر دې مخکې د مالي جرایمو په تور ګرم بلل شوی وو او ورته له انترنت څخه د نه استفاده کولو جزا اورول شوې وه چې ده بیا ورڅخه سرغړونه کړې ده.