1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسرائیل په رسمیت پیژندلو شرط، د فلسطیني دولت تشکیل دی»

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې د فلسطين مسئلې ته د یوه منصفانه حل لارې پيدا کولو ته لیواله دی.

https://p.dw.com/p/3i5dP
Saudi Arabien König Salman bin Abdulaziz
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي یوازې په هغه صورت کې به د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ عادي حالت ته د اړیکو راګرځول ممکن وي چې د فلسطين دولت په رسمیت وپيژندل شي.

ملک سلمان له سولې څخه د ملاتړ په برخه کې د امریکا د هڅو ستاېنه وکړه او ترڅنګ یي وویل چې سعودي عربستان د فلسطين په هکله په ۲۰۰۲م کال کې د ریاض حکومت له خوا د وړاندې شوې طرح په اساس د یوې قطعي او منصفانه حل لارې غوښتونکی دی.

په دې طرحه کې راغلي وو چې ټول عربي هیوادونه به له اسرائیلو سره خپلې اړیکې بیرته عادي حالت ته را وګرځوي په دې شرط چې فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت ؤ پيژندل شي او اسرائیلي ځواکونه له هغو سیمو څخه په بشپړ ډول ووځي چې د ۱۹۶۷م کال په جګړه کې یي تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.

د همدې کال د اګست میاشتې په اواسطو کې د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل او خلیجي هیواد، متحده عربي اماراتو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پيلولو له تاریخي اعلان وروسته، دواړو هیوادونو د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ټينګولو له پاره عملي تیارۍ پيل کړې.

د دغو هڅو په نتیجه کې د اګست میاشتې په ۲۹ نیټه د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زید النهیان یو فرمان صادر کړ چې په اساس یي په ۱۹۷۲م کال کې نافذ شوی قانون چې هدف یي د اسرائیلو د بایکاټ تضمینول وو، په بشپړ ډول لغوه کړای شوی دی. او د اګست میاشتې په ۳۱ نیټه د اسرائیل او اماراتو ترمنځ د مستقیمو پروازونو د لړۍ په پيل کې یو اسرائیلي- امریکايي پلاوي له تل آبیب څخه ابوظهبي ته سفر وکړ.

امارات تر اوسه پورې څلورم اسلامي هیواد دی چې له اسرائیلو سره یي دیپلوماتیکي او سوداګریزې اړيکې ټینګې کړي دي. پاتې درې هیوادونه عبارت دي له ترکيې، مصر او اردن څخه.

دویچه ویله: ش.ن/ م. ق. ن