د اسرائیل پخوانی صدراعظم ومړ
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهاعلان
د اسرائیلو پخوانی صدراعظم اسحاق شامیر په تل ابیب کې د ۹۶ کلونو په عمر ومړ. شامیر دوه وارې د اسرائیلو د صدراعظم په توگه دنده تر سره کړې ده. هغه په لومړي وار په ۱۹۸۳م کال کې او بیا د دویم ځل له پاره په ۱۹۸۶م کال کې د اسرائیلو د صدارعظم په توگه ټاکل شوی وو.
د اسرائیلو اوسني صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې شامیر د اسرائيلي ریاست د بنسټ ایښودونکو څخه وو. د امریکا متحده ایالاتو هم د شامیر په مړینه خواشیني څرگنده کړې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کیرني ویلي دي چې د اسرائیلو د آزادې له ورځې څخه د صدراعظمې د دندې تر سره کولو پورې هغه د اسرائیلو امنیت پیاوړې کړ او د متحده ایالاتو او اسرائیلو تر منځ ئې اړیکو ته پرمختگ ورکړ. شامیر به د دوشنبې په ورځ يروشلم کې خاورو ته وسپارل شي.