د اسرائیلو د لومړي وزیر میرمن جریمه شوه
۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۶ مه نیټه) د بیت المقدس ښار یوې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، میرمن سارا نتنیاهو له خوا د توافقي پریکړې وړاندېز ومانه. د دې توافقې پریکړې له مخې پر میرمن نتنیاهو هغو لګیدلو تورونو ته رسیدګي وشوه چې په کې ویل کیږي هغې د حکومت شاوخوا سل زره ډالر پر قیمي ډوډۍ مصرف کړي. دغه تورونه تیر کال پر هغې باندې لګیدلي ول چې په کې د اعتماد ماتول او جعل کاري هم شامل وو.
خو اوس ورته د یوه توافقې پریکړې له مخې رسیدګي شوې. په توافقې پریکړې کې میرمن نتنیاهو منلې یوازې د پنځوس زره ډالرو په مصرفولو او نورو کوچنیو جرمونو اقرار کړی دی. د لومړي وزیر پر میرمنې تور دی چې په داسې حال کې چې د حکومت له لوري دوی ته په چمتو شوي کور کې یو آشپز هم په دنده ګمارل شوی، نوموړې په عصري رستورانتونو کې پر خوراکونو خورا ډیرې پیسې مصرف کړي دي.
د اسرائیلو د لويې څارنوالي دفتر ویلي چې د لومړي وزیر بن یامین نتنیاهو، میرمن اوس اړ ده چې د دوسیې د تړلو له پاره د ۱۵۰۰۰ ډالرو اضافه جریمه ادأ کړي.
(kh/ms (ap)
زموږ له ارشیف