1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل د حماس پر پوځي مرکز بمبارۍ کړي

۱۳۹۸ آذر ۹, شنبه

د اسرائيل پوځ وايي د وروستيو ورځو توغنديزو بريدونو په غبرګون کې يې د غزې په تراډه کې د حماس پر يوه پوځي مرکز بمبارۍ کړي. د اسرائيل پوځ د تيرې اوونۍ په جريان کې د دوی پر خاوره د څلورو توغنديو د توغولو څخه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3U0Kd
Gazastreifen Khan Yunis | Israelischer Luftangriff
انځور: Getty Images/AFP/A. Rahim Khatib

د اسرائيل هوايي ځواکونو د جمعې په ورځ (د نوامبر ۲۹مه) د غزې په تراډه کې د حماس ډلې پر يوه پوځي مرکز باندې بمبارۍ وکړې. تر هغه د مخه د اسرائيل په سويلي سيمو کې د خطر زنګ وهل شوی وو. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د حماس پر مرکز او پر فلسطيني ځواکونو باندې يې دغه بمبارۍ، د وروستيو ورځو توغندويزو بريدونو په غبرګون کې کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د نومبر په ۳۰مه له بيت المقدس څخه په خپل رپوټ کې ويلي دي چې، د اسرائيل هوايي ځواکونو د حماس پر مرکزونو بيا هوايي بريدونه کړي دي. په دغو هوايي حملو کې ۳۶ تنه فلسطينان وژل شوي دي.

ويل شوي چې اسرائيلي ځواکونود غزې تراډې په شمال کې د حماس مرکز په نښه کړی دی.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو هم د يوه ټويټري پيغام په خپرولو، د حماس پر پوځي مرکز باندې حمله تائيد کړې ده.

د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې د دواړو خواو تر منځ پر يو اوربند د توافق سربيره، فلسطيني ځواکونه د اسرائيل پر خاوره خپلو توغندويزو بريدونو ته ادامه ورکوي. د آلمان خبري آژانس هم د اسرائيل پوځ په حواله يو رپوټ خپور کړی او ويلي دي چې د تيرې اوونۍ په جريان کې د غزې له تراډې څخه د اسرائيل پر خاوره څلور توغندي توغول شوي دي.

Gazastreifen | Trümmer eines Hauses nach israelischem Raketenangriff
په غزه کې د نوامبر په ۱۳مه په هوايي بريد کې ويجاړ شوي کورونهانځور: Reuters/I. Abu Mustafa

وروسته له هغې چې د اسرائيلي ځواکونو د نومبر مياشتې په ۱۲مه د غزې په تراډه کې حمله وکړه، په سيمه کې وضعيت يو ځل بيا ترينګلی شوی دی. په ياده حمله کې د اسرائيل پوځ، د اسلامي جهاد ډلې يو مشهور قوماندان، ابو عطا وواژه.

 تر هغه وروسته فلسطيني ځواکونو اعلان وکړ چې له اسرائيل څخه به د ابو عطا انتقام اخلي. ويل شوي چې په همدې تړاو تر اوسه د غزې له تراډې څخه د اسرائيل پر خاورې له ۳۶۰ څخه ډير توغندي توغول شوي دي.

د اسرائيل هوايي ځواکونو د جهاد او فلسطينيانو د دغو توغندويزو بريدونو په غبرګون کې، د غزې په تراډه کې د دغو ډلو مرکزونو باندې بمبارۍ کړي دي.

د مصر او د ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب په پایله کې د اسرائيلي او فلسطيني ځواکونو تر منځ پر يوه اوربند باندې توافق شوی دی. خو دغه اوربند د تيرو دوو اوونيو په جريان کې څو ځله نقض شوی دی.