د اسرائيل او حزب الله ترمينځ جگړه او د بشرحقوق
۱۳۸۵ مرداد ۱۷, سهشنبهد اسرائيل او حزب الله ترمينځ جگړه او د بشرحقوق
په ډيروځايونوکې خلک د بريدونوله ويرې، له خپلوکورونوڅخه د وتلو جرئت نلري اوځکه يې تراوسه پورې لا وژل شوي انسانان ندي ښخ کړي.
کله چې د سره صليب د نړيوالې کميټې کارکونکي، لنډوخت مخکې، د بليدا وړوکي ښارته ورسيدل، نوپه يوه سيمه ايزجومات کې يې ٧٠٠ تنه ډاريدلي اوډنگرانسانان وموندل، کوم چې په دغه جومات کې پټ شوي وو ـ د هغوپه ډله کې ٣٠٠ تنه ماشومان. په جنوبي لبنان کې نورډيرلږ د څښلواوبه، د خوړوتوکې اودرمل شته.
د قتل او قتال د جنون څپه
داسې ښکاري چې د لبنان په جگړې کې پر اسرائيل باندې د قتل اوقتال د جنون څپه راغلې وي. او د اسرائيل لخوا د بشر د حقوقوپرضد د لويوجنايتونوپه کولوکې، په ځانگړې توگه بياهغه هيواد د اسرائيل ملگرتيااوملاتړکوي، کوم چې ځان په نړۍ کې د بشر د حقوقوترټولولوی گټونکی اومدافع گڼي ـ د امريکا متحده ايالتونه.
د ملگروملتونو د عاجلومرستو د همغږه کونکي جان » ايگه لند « د ويناله مخې، په لبنان کې تراوسه پورې څه باندې ٦٠٠ تنه انسانان وژل شويدي چې د هغو يوپردريمه ماشومان دي.