په غزه کې ۴۵ فلسطينان ټپیان او دوه تنه وژل شوي
۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبهد روغتيا وزارت په دې هکله ويلي دي چې ۱۷ کلن احمد ابو طايور د غزې پر پوله د مظاهرې پر مهال د اسرائيلي ځواکونو له خوا ټپي کړل شو. دغه وزارت ويلي دي چې پېښه د جمعې په ورځ ناوخته سويلي ښار رفعه ته نژدې په سرحد کې رامنځته شوې ده.
د فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې (سپتمبر ۸مه) رپوټ په حواله اسرائيلي پوځيانو د جمعې ورځې په اخ و ډبونو کې يو بل ۱۷ کلن فلسطيني هم ويشتلی دی او دغه راز ۴۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي. ويل شوي چې اسرائيلي ځواکونو وروسته له هغې پر فلسطينيانو ډزې وکړې چې په غزه کې په زرونو فلسطيني مظاهره کونکي د مظاهرو پر وخت په مختلفو سيمو کې د اسرائيل سرحد ته ورنژدې شول.
پوځ ويلي دي چې فلسطيني مظاهره کونکو ټايرونو ته اور اچولی او پولې ته نژدې يې پر اسرائيلي پوځيانو له بوتلونو څخه جوړ بمونه او لاسي بمونه ورګوزار کړي دي.
فلسطينيان د روان کال د مارچ له ديرشمې راهيسې هره جمعه، اسرائيل سره پر ګډه پوله پر اعتراضونو لاس پورې کوي.
دوی په دغو اعتراضونو کې خپلو کورونو ته د بيرته ورګرځيدو د حق غوښتنه کوي. فلسطينيان په ۱۹۴۸ کې کله چې اسرائيل تاسيس شو، د جګړو له امله خپلو کورونو پريښودو ته اړ او يا تبعيد کړل شوي دي.
اسرائيل د فلسطين حماس ډله په دغو اعتراضونو کې پر لاس لرلو تورنوي او زياتوي چې دغه ډله غواړي د اعتراض کونکو په وسيله پر اسرائيل خپلې حملې ترسره کړي.
د غزې تراډه د څه باندې يوې لسيزې راپديخوا د اسرائيلي پوځ له خوا د محاصرې په حال کې ده. د حماس ډله له ۲۰۰۸م کال راهيسې درې ځله له اسرائيل سره جنګيدلې ده.
په عين وخت کې ملګرو ملتونو ويلي دي چې په دغې سيمه کې د دوه ميليونه فلسطيني مهاجرو له ډلې څخه ۸۰ سلنه برخه يې پر مرستو متکي ده.
sa-dms/dco/kir/ م ک ص
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: