د اسامه د وژلو د عملیاتو په اړه کتاب ولیکل شو
۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبهاعلان
د هغو عملیاتو په اړه چې پکښې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وژل شوی وو اوس یو کتان لیکل شوی دئ.
دغه کتاب د امریکا د سمندري ځواکونو یوه سرتیري چې په دې عملیاتو کې ئې گډون کړی وو لیکلی دئ.
د متحده ایالاتو چارواکو ویلي دي چې دوی د دې کتاب په اړه یوازې د رسنیو له لارې خبر تر لاسه کړی دئ.
دا کتاب په متحده ایالاتو کې په داسې حال کې چاپیږي چې لا وختې په دې هیواد کې د ملي امنیت پورې تړلو معلوماتو د بربنډیدو په اړه خبرې اترې روانې دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د دې کتاب له لیکوونکي سره ئې مرسته نه ده کړې.