د اروپا ښکلې فوارې او چينې
اوبه يو ډير جالب عنصر دی او انسانان لکه د جادو په شان ځانته کشوي. د اوبو دا جذابيت هغه وخت نور هم زياتيږي کله چې ورته ځانگړې فوارې جوړې شي او يا چينې په مصنوعي ډول پسې لا ښکلې کړل شي.
روم: تروي فواره
د روم د تروي چينې په هلکه يوه افسانه مشهوره ده چې وايي څوک چې پکښې يوه سکه واچوي، هغه به هرو مرو بيرته روم ته راستنيږي او ظاهراًً ډير سيالانيان په دې باور هم لري. ځکه هرکال په دې چينه کې کابو يو ميليون يورو موندل کيږی. تروي چينه د فلم جوړونکو له پاره هم ډيره جالبه ده او په ډيرو فلمونو کې ورته ځای ورکړل شوی دی.
لندن: د ترافالگر د څلور لاري فواره او چينه
فوارې او چينې د ژوند د معيار د لوړيدو سبب گرځي او د ښار د ښکلا او تورستانو او ځايي اوسيدونکو د جلب باعث کيږي. د لندن د گرافالگر دا فواره په ۱۹۳۹م کال کې د شاهي سمندري ځواک د دوو مشرانو په ياد جوړه شوه. دا د لندن د ډيرو اوسيدونکو له پاره د ښار په مرکز کې تر ټولو مهم ځای دی.
پاريس: د وارسا فواره
د پاريس په ژادان دو تروکاديو سيمه کې دا وارسا په نامه دا فواره د چينې، آبشارونو او نورو جالبو شکلونو په درلودو سره يو ستر هنري اثر دی. تر ټولو جالب او زړه راښونکي یې شل توپونه دي چې اوبه د ايفل د برج پر لور په ډير قوت سره او په منظم ډول شيندي. دا په گرمه هوا کې د خلکو له پاره ډير په زړه پورې وي.
بارسيلونا: د مونجويک جادويي فواره
دا فواره د مونجويک تپې په لمن کې په ۱۹۲۹م کال کې په بارسيلونا کې د يوه نړيوال نندارتون په مناسبت جوړه شوې وه. دا ښکلې فواره ماښام موده کله چې یې پر غاړه ښکلې موزيک غږيږي او رنگا رنگ رڼاگانې بلې وي، ډير خلک ځانته راجلبوي. دا فواره په ثانيه کې کابو ۲۰۰۰ ليتره اوبه شيندي. همدا ده چې دې فوارې ته جادويي فواره ويل کيږي.
سانت پيترسبورگ: د پيترهوف ماڼۍ د اوبو لوبې
د روسیې ستر امپراتور پيتر د ۱۸م پيړۍ په پيل کې سانت پيترسبورگ ته څیرمه د فرانسې د وارسايي د قصر په نمونه يو قصر جوړ کړ. د پيترهوف په نوم دا ماڼۍ د دوبي يو شاندار استوگنځای وو چې ډيرې ښکلې فوارې او چينې یې درلودلي.
ژنيو: ژيد دو (د اوبو جټ)
د ژنيو ژيد دو فواره اوبه کابو ۱۴۰ متره لوړې شيندي. دا له لومړي سره د سيل د ځای په توگه په نظر کې نه وو نيول شوی، بلکې دا په اصل کې د اوبو د هغه پمپونونو د خوندیتوب والوو وو چې د کارخانو ماشيونونه پرې چليدل. خو کله چې ښار پر دې وپوهيده چې دې څومره پاملرنه جلبه کړې نو د اوبو په دې جهيل کې یې نصب کړ او د اوبو فشار یې ور زيات کړ.
کسل (آلمان): د ويلهلم هوهه د پارک د اوبو لوبې
د کسل پر لوړو تپو د ويلهلم هوهه بيرگ پارک پروت چې د باروک د باغوانۍ د هنر له کبله په ۲۰۱۳م کال کې د يونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري میراث په توگه ومنل شو. د دې پارک تر ټولو جالب شی د اوبو لوبي دي چې خلک یې له می تر اکتوبر میاشتې پورې ننداره کولای شي.
واتنز: ديو
دا د اتريش د سيل د مشهورو ځايونو څخه یو دی. دا يوه چينه او په عين وخت کې د کرستال د هنر ميوزيم دی. د دې جوړونکي اندرې هيلر د دې فوارې له لارې د يوه ديو کيسه کوي چې له خپلې ټولې خزانې سره د اتريش دې سيمې ته رسیدلی او له دې ځایه د نړۍ ننداره کوي.
مينورکا: د اوبه نل
دا څرنگه امکان لري؟ آيا د اوبو دا نل په هوا کې معلق دی؟ د هسپانیې د مينورکا د اوبو دا فواره ډيره جالبه او حيرانونکې ده. خو دا کومه معجره نه بلکې يوازې د نظر دوکه ده.