اعلان
په اصطلاح بشپړه ځان پټول په عمومي ډول هغو کالو ته ویل کیږي چې مخ په بشپړه توګه پټ کړي، په دې کې ماسکونه او ځینې هیلمټونه یا خولۍ هم راځي. خو زیاتره وخت دغه بندیز پر نقاب او چادرۍ وي.
په نورو هیوادونو کې بحثونه
په ډیرو نورو اروپایي هیوادونو کې پر دغه موضوع باندي بحثونه شوي او یا لا هم ادامه لري، چې پکښې آلمان، سویس، ایستلند، لاتويا، لیتوانیا او ناورې راځي.
د هسپانيا د کاتالونیا په ځینو برخو کې پر مخ پوټي باندي بندیز وو، خو محکمې بیرته لیري کړ. په ایټالیا کې په دې هکله بحثونه نه کیږي، ځکه په دغه هیواد کې له ۱۹۷۰م کال راهیسې په عمومي توګه پر داسې کالیو اغوستولو باندي بندیز دی چې د یوه کس پيژندل سختوي.