1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

د اروپا پارلمان اویا کلن کیږي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د اروپا اتحادیې پارلمان نن سه شنبه د خپل موجودیت اویایمه کلیزه لمانځي.

https://p.dw.com/p/4JrfP
Europäisches Parlament | Theresa Reintke
انځور: Philippe Stirnweiss/EP

د پارلمان په مرکز ستراسبورګ په دغو مراسمو کي به د نورو تر څنګ د فرانسې او بلجیم صدراعظمان، الیزابت بورنو او الکساندر دي کرو برخه واخلي. د اروپا پارلمان په دغو دواړو هیوادونو کي فعاله دی. داسي چي د پارلمان اکثره جلسې د فرانسې په ستراسبورګ کي دایریږي، فراکسیونونه او کمیټې یې بيا د بلجیم په پایتخت، بروکسل کي جلسې دایروي.

د اروپا اتحادیې د پارلمان ګډه جلسه د اول وار له پاره په ۱۹۵۲م کي په ستراسبورګ کي د ډبرو سکرو او فولادو په موضوع کي دایره سوه. همدغه جلسه په حقیقت کي د اروپا پارلمان په اصطلاح د زېږېدو ورځ وه.