د اروپا سندریزه سیالي «یورو ويژن»
د اروپا سندریزه سیالي «یورو ویژن» ډنمارک وګټله. اذربایجان دویم او اوکراین دریم مقام خپل کړ
شل کلنې، اميلي د فورېست د «اونلي تير دروپس» يا «يوازې اوښکې» په نوم د سندرې په ويلو سره د «يورو ويژن» سندريزه سيالي يوړله. په دې ترتيب دنمارک په دريم ځل د سندرو دغه سيالي وګټله.
آلماني ګډونوالو يعنې د ديسکو پوپ ډول کاسکادا نومې ډلې انتظارات پوره نه کړل. د «ګلوريس» يا «پرتمين» سندرې په ويلو سره کاسکادا د ۲۶ برخه والو په منځ کې ۲۱ مقام ونيو، سره له دې چې سندرغاړې ناتالي هورلر په ځلېدونکو جامو کې ډېره ښه ننداره وړاندې کړه. د رسنيو په منځ کې آلماني برخه وال په مخکښو لسو ډلو کې شمېرل شوي ول.
فَريد ممېدوف له اذربايجان څخه د خپلې «هولد مي» يا «ومې نيسه» نومې سندرې په ويلو سره دوهم مقام خپل کړ. نوموړي يوه ډېره په زړه پورې بدله وويله چې د دريځ ډېره ښه ننداره هم ورسره مله وه.
د فينلنډ سندرغاړې، کريستا زيګفريد، د «مېري مي» يا «ما سره واده وکړه» په نوم سندره وويله. په خپله ننداره کې هغه مشهورو سندرغاړو «مادونا» او «بريتني سپيرس» ته ډېره ورته برېښېدله.
د اوکراين څخه څلاتا اوګنېويچ نومې سندرغاړې د ځنګلي ښاپېريو «ګراويتي» يا «جذابيت» نومې نندارې دريم مقام ونيو.
دغو بريتانوي مينه والو په مالمو کې د بوني ټايلر ملاتړ کاوه. ټايلر د ۲۰۱۳ کال د سيالۍ يوه تر ټولو مشهوره برخه واله ده. هغه ۶۱ کلنه ده چې آواز يې لږ خپل قوت له لاسه ورکړی دی.
په خپلې ډېرې نرمې خو په زړه پورې نندارې سره، انوک له سيالۍ وړاندې هم په سرټکو کې ياده شوې وه. د هغې «بيرد» يا «مرغۍ» نومې له رمز ډکه سندره شايد د «يورو ويژن» سيالۍ وروسته هم محبوبه پاته شي.
اليونا مون داسې جامې اغوستې وې چې پاملرنه يې د «او ماي» نومې سندرې پر ځای دې ته واوښتله. په دغو جامو باندې د پروجکتور په مرسته ستوري، تالنده برېښنا او په پای کې سرې لمبې هم راڅرګندې شوې.
پوښاک د ليتوانيا د سندرغاړي اندريوس پوجاويس په ننداره کې هم مهم نقش درلود. سندره يې «سامثينګ» يا «کوم څه» نوميږي چې يوه برخه يې داسې ده: «کله چې د دوبي وخت راشي، نو هر څه له رښتيا څخه لرې برېښیي، د دغو بوټونو له کبله چې ما اغوستي دي، يوه ته مينه او بل ته کړاو وايي».
تر ټولو هيبتناکه ننداره رومانيايي سندرغاړي څېزار وړاندې کړله چې په ډېر جګ غږ يې سندره ويله او عجيبه تور کالي يې اغوستي ول.
د بلجيم ببرې وروځې لرونکی روبېرتو بېلاروسا په مالمو کې دريشي اغوستې وه. د خپلو نڅاګرو تر څنګ دی ډېر شخ معلومېده.
د سکا په نوم موسيقي له فولکلور يا ولسي نغمو سره يو ځای د يونانۍ «کوزا موسترا» ډلې د موزيک ځانګړتيا ده. دوی د «الکول وړيا دي» په نوم سندره وړاندې کړه.