1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د مهاجرت په سیاست کي د نظم غوښتنه

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

د جرمني د بدیل گوند- AfD مشر یورگ مویتن، چي له گاولنډ سره یوځای د گوند مشري پرغاړه لري، په وروستۍ حزبي کنگره کي د اروپا د پارلمان له پاره مخکښه کاندید انتخاب سو. دی غواړي هلته د «مهاجرت په سیاست کي نظم» رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/38VwL
Deutschland AfD Parteitag in Magdeburg
انځور: DW/K.-A. Scholz

د دویچه ویله خبریال ددې پوښتنی په جواب کي چي عوامپال حزب- AfD اصلاً ولي د اروپا اتحادیه غواړي او ورته یې کاندیان معرفي کړي دي؟ وویل،

-د ملتونوڅخه لوړ ډیر نور وظایف هم موجود دي چي باید اجرأ سي. له هغې جملې څخه موږ باید یوه عاقلانه او مطمئینه سرحدي دفاع رامنځته او د اروپايي ټولني دباندي سرحدونه په ښه ډول سره وساتو. د اقلیم ساتني او یا جهاني تجارت په برخه کي هم د یوه ملت تر سطحي لوړ وظایف موجود دي او که موږ د ټولني داخلي بازار ته وگورو، بیا نو په هغه کي بریالیتوبونه هم موجود دي. که څه هم موږ د اروپا اتحادیه غندو، خو هغه کامیابۍ هم لري او د ټولني اتباعو ته یې گټي رسیږي.

Jörg Meuthen, AfD, in Magdeburg
انځور: DW/T. Sparrow

-داچي د اروپا په پارلمان کي تر انتخابیدو وروسته به پرکومو نقاطو باندي هلته تمرکز وسي، یورگ مویتن وویل، د «مهاجرت په هرج ومرج کي د نظم راوستل» تر ټولو مهمه نقطه ده. ځکه چي د اروپا د مهاجرت په سیاست کي سخته بې نظمي موجوده ده.

دوهم داچي باید ډیره دیموکراسي رامنځته سي. موږ یوازنی حزب یوو، چي د دیموکراسۍ مستقیم او واقعي مدافعین یوو. دا په دې معنی چي د غیر مرکزي کولو او خود مختارۍ یو واقعي سیاست رامنځته سي. همدرانگه باید د خلگو منځ ته ورداخل سو او د هغوی پر مشکلاتو باندي غوږ ونیسو. داسي لکه په سویس کي، چي دتقریباً ټولو اجتماعي مسایلو په باب د خلگو او هر محل یا کانتون څخه پوښتنه کیږي او ریفراڼدم دایریږي. دا نو دا معنی هم لري چي د بروکسل له خوا غیر ضروري او بې فایدې مسایل جدي ونه نیول سي او رد سي.

Deutschland AfD Parteitag in Magdeburg
انځور: Getty Images/R. Hartmann

دریمه نقطه داده، چي موږ به د امکان په صورت کي اسعاري او یورو رامنځته کیدو مشکل بیرته راژوندی او ټولني ته د بحثو له پاره وړاندي کړو. داځکه چي لوړه اقتصادي وده همدا اوس نوره مخ پر ختمیدو ده. زه گومان کوم، چي موږ به په شپږو میاشتو یا یوه کال کي د سخت اقتصادي رکود سره مخامخ سو او بیا به نو اقتصادي کسر ډیر را ښکاره سي، کوم چي همداوس لا د اقتصادپوهانو له پاره ښکاره دی. موږ باید دا موضوع جدي ونیسو او رابرسیره یې کړو.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 25.09.2017)