د اروپا درې تاريخي ښارونه په انځورونو کي
د هسپانيا برسيلونا، د ايتاليا روم او د پرتگال پورتو، د نړۍ له ښکلو او تاريخي ښارونو څخه دي. دغو ښارونو ته هر کال په زرونو سېلانیان ورځي. د دغو درو مشهورو اروپايي ښارونو ځيني برخي به د وينوس په انځورونو کي وگورئ.
برسيلونا د هسپانيا يو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دئ. دغه ښار ته هر کال د نړۍ له گوټ گوټ څخه په زرونو سيلانيان ورځي.
مونتسرات په برسيلونا کي يو ډېر مشهور غر دئ.
منتسرات غرنۍ سیمه چي ډېره ښکلې ده، د نړۍ له گوټ گوټه هر کال په زرونو سېلانيان د برسيلونا ښار ته ورکشوي.
پورتو د پرتگال په لوېديځ کي ښکلی ښار دئ. پورتو د پرتگال دوهم لوی ښار او د دغه هيواد د پلازمېني ليزبون په بغل کي پروت دئ.
د پورتو ښار زاړه رنگارنگه دېواله چي له ۱۴مي پېړۍ راهيسي همداسي پاته دي، د ډېرو سيلانيانو پام ځان ته اړوي.
پورتو د يونسکو د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت دی. دغه ښان د لرغوني زماني فرهنگ او نوی تمدن په ځان کي رانغاړي.
د ايټاليا پلازمېنه روم، د دغه هيواد يو له ډېر نفوس لرونکو ښارونو څخه دئ.
روم د توره رود په بغل او مديترانې درياب ته نژدې پروت دئ. واتيکان هم په روم ښار کي دئ.
روم د لرغوني زماني د خزانو په سبب هم ډېر مشهور دئ چي ډېر سيلانيان ورځي.
هر کال روم ته له ۷ څخه تر ۱۰ ميليونو سېلانيان ورځي.