د اروپا تر ټولو ګړندی کمپیوتر په کار پیل کوي
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهاعلان
نن په المان کې د اروپا تر ټولو ګړندی کاري کمپیوتر پرانیستل کیږي. دغه کمپیوتر چې د مونشن د ګارخینګ، په څیړنیز مرکز کې په کار پیل کوي، پرې د MUC سوپر نوم ایښودل شوی دئ. دغه کمپیوتر په یوه ثاینه کې کولای شي چې دری بلیارده محاسبوي عملیات تر سره کړي. دغه کمپیوتر به له انسان سره د فزیکي محاسبو او د انسان په بدن کې د تخنیکي تجربو پ تمثیل کې مرسته وکړي. آلماني او دغه راز د اسرائیلو او ترکیې په گډون د نړۍ د ۳۳ هیوادونو کارپوهان به له دغه کمپیوتر څخه استفاده وکړي.