1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي له سراج الدین حقاني سره کتلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي، توماس نيکلسون، د سه شنبې ورځې په مازدیګر د طالبانو د سرپرست داخله وزیر، سراج الدین حقاني سره کتلی دي. دوی د نجونو ښونځيو پر بیرته خلاصیدو او امنيتي وضعیت غږیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4B97N
Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير، سراج الدین حقاني، د اروپايي اتحاديې د ځانګړي استازي توماس نیکلسون سره په دغې کتنه کې د امنيتي وضعیت پر څرنګوالي او د نجونو ښوونځیو د بیرته خلاصیدو پر موضوع خبري کړي دي.

نيکلسون نن چهارشنبه (د می ۱۱مه) پر خپل ټويټر ليکلي دي چې حقاني سره يې په کتنه کې هغه ته د نجونو د ثانيو ښوونځيو او لیسو د نه خلاصیدو په اړه خپله ژوره ناهيلي شریکه کړې ده.

هغه ویلي دي چې حقاني ژمنه کړې ده چې د نجونو د ښوونځيو د بیرته خلاصیدو موضوع ته به په څو اونیو کې رسیدګي وشي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د نجونو ښوونځیو د بیرته خلاصيدو موضوع ته اشاره نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي دي چې سراج الدین حقاني د اروپايي اتحادېې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی دی چې د دوحې تړون پر اساس اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته ګواښ متوجه وي. خو هغه ټینګار کړی دی چې نړۍ نباید په افغانستان کې د هيڅ وسله والې ډلې حمایت وکړي او د مذاکراتو دروازې د ټولو مخالفینو پر مخ خلاصې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز ويل شوي دي چې دواړو خواوو د ښوونځیو او امنيتي مسائیلو تر څنګ، له افغانستانه بهر د پاسپورټونو د چاپ پر سهولتونو هم خبرې کړي دي.

نیکلسون په دې اړه ويلي دي چې د پاسپورټونو د ضرورت په هکله هم په کابل او هم له افغانستانه بهر په سفارتخانو او قونسلګريو کې بحث شوی او «ما یو لړ اړوند ستونزې د رسیدګۍ له پاره ېې نظريه وړاندې کړه.»

سراج الدین حقاني، د حقاني شبکې په نوم د طالبانو د ېوې ډلې رهبري پر غاړه لري کوم چې په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو جګړو پر مهال، د افغانستان پر مخکیني حکومت او نړیوالو ځواکونو باندې د یو شمیر تر ټولو خونړیو ترسره شوو بریدونو تور ورباندې کیږي. حقاني اوس هم د امریکا متحده ایالاتو د تحریمونو په نوملړ کې قرار لري.

د طالبانو د مخکينيو ژمنو پر اساس، په پام کې وو چې د افغانستان په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي هم پرانیستل شي، خو طالبان په همدې ورځ له خپلې دغې ژمنې په شا شول او اعلان ېې وکړ چې د نجونو ثانوي ښوونځي او ليسې دې تر امرثاني پورې تړلي پاتې وي. په هغه ورځ ښوونځیو ته راغلې زده کونکې د ښوونځيو له بندو دروازو سره مخ شوې او په ناهيلۍ او د اوښکو ډګو سترګو سره بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.