1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 اروپايي اتحاديې پولې ته نژدې د روسيې او بلاروس پوځي تمرینات

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د روسيې او بلاروس پوځيانو د اروپايي اتحاديې دوو غړو هیوادونو ته نژدې په یوه سرحدي سیمه کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دی. بلاروس د دغو تمریناتو انګیزه، د دغه هیواد سرحدونو ته نژدې د «پوځي تحرکاتو ډیریدل» ښودلې.

https://p.dw.com/p/42xTt
Belarus Russland gemeinsame Militärmanöver
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance

د بلاروس دفاع وزارت د جمعې په ورځ پر تلګرام شبکه د يوې اعلاميې په خپرولو، روسيې سره د ګډو پوځي تمریناتو له ترسره کولو خبر ورکړی. ويلي يې دي چې په دغو تمریناتو کې د دواړو هیوادونو د پراشوټ برخې ځواکونو برخه اخیستې ده.

د اعلاميې مطابق، د بلاروس او روسيې پراشوټ بازانو د بلاروس په سويلي سیمه، ګرودونو کې دغه تمرینات ترسره کړی دي.

د ګرودونو سیمه د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو، لیتوانیا او پولند سرحدونو ته نژدې پرته ده. د بلاروس دفاع وزارت د دغو ګډو پوځي تمریناتو د ترسره کولو علت، خپلو پولو ته نژدې د «پوځي تحرکاتو ډیریدل» په ګوته کړی دی.

روسي منابعو د روسيې د دفاع وزارت له قوله د اروپايي اتحاديې سرحدونو ته نژدې دغه پوځي تمرینات، غافلګیر کونکي عملیات بللي دي. په دې معنی چې په تمریناتو کې د ګډون لرونکو ځواکونو د پوځي امادګۍ اندازه به په کې سنجول کيږي.

Belarus Migranten im Grenzgebiet zu Polen
انځور: Leonid Shcheglov/ITAR-TASS/imago images

دغه پوځي تمرینات په داسې وخت کې ترسره شوي چې په وروستيو کې له بلاروس سره د پولند او ليتوانيا په سرحدي سیمو کې د زرونو مهاجرو د حضور له کبله وضعيت په شدیده توګه ترینګلی شوی دی.

د وروستيو میاشتو او اوونۍ په جریان کې په زرونو مهاجر چې اکثریت يې د منځني ختيځ له هیوادونو څخه دي، هڅه کوي چې د بلاروس او د اروپايي اتحاديې د بهرنیو سرحدونو له لارې د دغې اتحاديې غړو هیوادونو ته داخل شي.

اروپايي اتحاديه په دې ارتباط، د بلاروس پر رهبر، الکساندر لوکاشنکو تور لګوي چې هغه د لويديځ د تحریمونو په بدل کې، مهاجر په عمدي او سازمان شوي شکل سره دغه هیواد ته راکاږي تر څو له هغه ځايه د پولند او لیتوانيا له سرحدونو اروپايي اتحاديې ته داخل شي. ظاهرا د لوکاشینکو موخه دا ده چې دې کار سره د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو ته سرخوږی جوړ کړي.

له همدې کبله په وروستيو ورځو کې د بلاروس په سرحدي سیمو کې وضعیت ډير خراب شوی دی. پولند بلاروس سره خپل سرحدونه د اغزن تار او سیمي ګټارو په درولو سره تړلي دي. پولند همدارنګه د خپلو سرحدي ځواکونو د تقويې له پاره شاوخوا ۱۵ زره نور عسکر سیمې ته استولي دي.

Polnisch-weißrussiche Grenze
د بلاروس او پولند تر منځ سرحد ته رسیدلي مهاجرانځور: Leonid Shcheglov/AP/picture alliance

د پولند صدراعظم، ماتئوش موراویتسکی، د سرحدي سیمو وضعیت او د بلاروس دغه اقدام چې په لوی لاس سیمې ته د مهاجرو پښې راکاږي د «جګړې یوه نوې بڼه» ښودلې ده چې په خبره يې په دغې جګړه کې له ملکيانو څخه د «مهماتو په توګه ناوړه استفاده کیږي.»

سیمې ته د افغانستان، عراق، سوريې او ايران په څير هیوادونو په زرنو مهاجرو هجوم راوړي، هغه هم په داسې حال کې چې پولند او ليتوانيا خپل سرحدونه تړلي او له بلې خوا سخت او سوړ ژمی هم پیل شوی دی. له دې کبله په دغه سیمه کې وضعيت په شدیده توګه بحراني شوی دی. د رپوټونو مطابق تر اوسه د یوولس مهاجرو مړي هم د سرحد دواړو لورو ته موندل شوي دي.

مرستندویه سازمانونه تر ډیرو هڅو وروسته، تازه په دې توانيدلي چې دغې بحراني سیمې ته بشري مرستې ورسوي او د بلاروس په خاوره کې د پرتو مهاجرو يوې برخې په اختیار کې د پوښاک لازم مواد ورکړي.

خو سیمې ته رسيدلي اکثره مهاجر نه غواړې په پولند کې پاتې شي. دوی هڅه کوي تر څو پولند ته په غیرقانوني توګه داخل او بیا له هغه ځايه ځان نورو اروپايي هیوادونو لکه آلمان ته ورسوي.

Migration I Polen I EU I Belarus
مرستندويه سازمانونو د پولند او بلاروس تر منځ د سرحدونو دوو خواو ته تر اوسه د ۱۱ مهاجرو مړي موندلي ديانځور: Marko Djurica/REUTERS

د بشري حقونو سازمان پرو ازول د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو لږ تر لږه هغو افرادو ته آلمان ته د داخلیدو اجازه ورکړي، چې په آلمان کې يې خپل او خپلوان میشت دي.

د دغه سازمان مشر، ګونتر بوکهارد د یو شمیر مهاجرو مړينې ته په اشارې «فونکه» رسنيزې ډلې ته وويل چې د لا ډيرو مهاجرو د تلف کیدو د مخنيوي له پاره باید سرحدونه خلاص او بشري مرستې د مهاجرو په اختیار کې ورکړل شي.

په عین حال کې اروپايي اتحاديه د لوکاشنکو پر حکومت د تحریمونو د سختولو په حال کې ده او تمه ده چې پر بلاروس باندې د دغې اتحاديې نوي تحریمونه د راتلونکې اوونۍ په سر کې تصویب شي.

لوکاشنکو هم غلی نه دی ناست. هغه د پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې دی به د خپل هیواد له لارې اروپايي اتحاديې ته د روسيې د ګازو د انتقال مخه ونیسي. خو د ناظرانو په خبره، دا چې روسیه پر بلاروس ډير نفوذ لري، نو د دغه ګواښ د عملي کولو امکان ډېر لږ ارزول کيږي.

دلته پر پوځي موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ.