1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتيوپيا اير الوتکې ټول مسافرين مړه شوي دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۹, یکشنبه

د اتيوپيا اير په نوم هوايي شرکت د تويتر د لارې د خپلې لويدلې الوتکې د ټولو سپرليو مرګ تائيد کړی دی. د شرکت په حواله ۱۴۹ تنو مسافرو او ۸ تنو عملې په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3EkBB
Ethiopian Airlines Boeing 737
انځور: Imago/Aviation-Stock

دغه بوينګ ۷۳۷ ډوله طياره د اتيوپيا د پلازمېنې اديس ابابا څخه د کېنيا پلازمېنې نايروبي ته په لاره وه چې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۰مه نېټه) ولوېده. د چين د دولتي تلويزيون په حواله په دغه الوتکه کې ۸ تنه چينايان هم سپاره ول.

د اتيوپيا د هوايي شرکت په حواله له ۳۳ هېوادونو څخه خلک په دغه طياره کې سپاره ول. ياد شرکت دا هم ويلي دي چې تر الوتنې څو دقيقې وروسته له طيارې سره مخابره قطع شوې وه. د دغو څرګندونو په حواله الوتکه د اتيوپيا له پلازمېنې څخه ۵۰ کيلومتره لرې لوېدلې ده.

د هوايي شرکت يوه وياند د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې د مړو په جمله کې ۳۲ تنه کېنيايان او ۱۷ تنه اتيوپيايان هم شامل دي. د دغې الوتکې د لوېدو علت د دغه مطلب تر خپرېدو لا نه و معلوم.