د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان په ايران کي خبرو ته ادامه ورکوي
۱۳۹۰ اسفند ۲, سهشنبهاعلان
د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان نن په تهران کي د دغه هيواد د لانجمن اتومي پروګرام په اړه خبرو ته دوام ورکوي.
د نوموړي سازمان سازمان پلاوی به د ايران د اتومي انرژۍ د ادارې او حکومتي استازو سره، شکمنو اتومي دستګاوو ته د لاس رسي او ورتګ د اجازې په باب خبري وکړي.
په پام کې ده چې د روانې اونۍ تر پايه پوري به هيئت خپل رپوټ وړاندي کړي.غربي هيوادونه پر ايران تور لګوي چي د اتومي انرژۍ څخه د سوله یيزي استفادې تر نامه لاندي په پټه سره اتومي بم جوړوي. خو ايران بیا دغه خبره ردوي.