د اباسین د تښتونې او قتل کې ښکیل درې کسان اعدام شوي
۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت اړوند د توقیف خونو او زندانونو عمومي ریاست خبر ورکړی چی د د یکشنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال جنوري میاشتې په ۲۸ نیټه د اباسین په قتل کې ښکیل درې مجرمین د پلچرخي په ګارنیزون کې اعدام شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو څانګې هم د غه پیښه له دویچه ویله سره په یوه تلیفوني اړیکه کې تائید کړه.
کابو یو کال مخکې اباسین د کابل د اتمې حوزې له اړوند یوې سیمې څخه د سړي تښتوونکو لخوا لومړی وتښتول شول چې د آزادیدو په بدل کې یې د اباسین له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کوله. سړي تښتونکو تر څه مودې وروسته اباسین تر شکنجه کولو وروسته په قتل ورساوه چې دغې پیښې په ټول افغانستان کې پراخ غبرګونونه را وپارول.
هغه مهال د اباسین د قتل په غبرګون کې د افغانستان پارلمان، مدني ټولنو، د کابل او ګڼ شمیر ولایتونو اوسیدونکو د اباسین د وژونکو د نیولو او هغوی ته د سختې سزا د ورکړې غوښتنه کوله.
د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو د عمومي ریاست په رسمي فیسبوک پاڼه همدا راز راغلي پر دغو مجرمینو باندې درې محکمو د اعدام پریکړه کړې چې د ولسمشر له لوري هم تشویح شوې. یادې ادارې د مجرمینو د هویت په هکله لیکلي چې په اعدام شوو کسانو کې، محمد عارف، شاهین او دادان لونګ شامل دي.