ولې د آلمان پوځي الوتکې افغانستان ته پرواز نه شي کولی؟
۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان د ګډو عملیاتو د قوماندې مرکز یوې ویاندې په دې تړاو د «شپیګل» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ تائید کړی دی.
ویل شوي دي چې دغه ستونزه د مارچ میاشتې له پای راهیسې موجوده ده او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې له آذربایجان سره د خبرو اترو له لارې دې ستونزې ته د حل یوه لاره ومومي.
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان اردو له افغانستان څخه آلمان ته او یا له آلمان څخه افغانستان ته د سرتیرو د انتقال له پاره د امریکا متحده ایالاتو د C-17 ډوله ترانسپورتي الوتکي کاروي. د ویاندې په وینا دغه څه کوم تاوان نه لري.
د دغې ویاندې په وینا له آذربایجان سره په «نظامي سیاسي سطحه» شخړه موجوده ده. د شپیګل د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو اردو له یوه بل هوایي مسیر څخه اروپا ته سفر کوي.
په عادي حالت کې د آلمان د هوایي ځواک دغه الوتکې هره اوونۍ د مرکزي آسیا له مسیره مزار شریف ته پرواز کوي او د A310 ډوله الوتکو څخه کار اخیستل کیږي.
(sr/nz (AFP